د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د نیول شویو نشه یي توکو کچه لوړه شوې ده


په ننګرهار کې د تیر په پرتله سږکال ډېر نشه یي توکې نیول شوي دي
په ننګرهار کې د تیر په پرتله سږکال ډېر نشه یي توکې نیول شوي دي

‫د ننګرهار امنیې قومندانۍ ویاند سمونمل حضرت حسین مشرقیوال وایي چې د دې ولایت پولیس هره اونۍ په اوسط ډول ۲۰۰ کلیو ګرامه نشه یي توکي د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې ضبطوي.

دی وایي دامنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس د ګرځندې پلټنې پرمهال د نشه یي توکو د قاچاقبرانو فعالیت ډب کړی او نشه یي توکي یې ترې نیولي دي.

‫هغه وویل تېره اونۍ یې هم د ښار په اړوندو سیمو کې ۲۰۰ کیلوګرامه اپین پرداسې مهال نیولي چې قاچاقبرو غوښتل دا اپین دشینوارو غني خېلو ولسوالۍ ته ولېږدوي.

‫مشرقیوال زیاتوي چې د دغه مخدره موادو د لېږد په تور یې ۶ تنه قاچاقبر هم نیولي.

‫د امنیې قومندانۍ ویاند وایي چې اکثره مهال د دوی لاسته راوړنې د ښار په دریو دروازو درونټه، بهسودو پل او ثمرخېلو پاټک کې وي.

‫د ده پر وینا د مخدره موادو قاچاقبر د ننګرهار له ولسواليو او لغمان او کونړ ولایتونو څخه مخدره مواد د پروسس لپاره غني خېلو ولسوالۍ ته لېږدوي چې د پولیسو دپلټنې پرمهال نیول کېږي.

"موږ ډېر ځله په ډرونټه، بهسودو پل او ثمرخېلو پاټک کې چې پلتنې کوو نو دمخدره موادو دلېږد موټر نیسو، تېره اونۍ مو هم ۲۰۰کیلوګرامه اپین نیولي او ۶ تنه قاچاقبر هم نیول شوي چې امنیې قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي."

د نیول شویو نشه یي توکو په کچه کې لوړوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

خو د سیمې اوسېدونکي بیا وایي چې پولیس اوس هم د مخدره موادو قاچاقبرو پر وړاندې په سمه توګه مبارزه نه کوي او د ورځې سلګونه کیلوګرامه مخدره مواد د جلال آباد له دروازو، غني خېلو او نورو سیمو ته لېږدول کېږي.

‫دا مخدره مواد تر ډېره اپین او چرس وي چې له ولسوالیو او نورو ختیځو ولایتونو جلال آباد ښار ته راوړل کېږي.

XS
SM
MD
LG