د لاس رسي وړ اتصالات

خالد سادات: د سولې تعامل باید دوه اړخیز وي


د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه، سید خالد سادات
د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه، سید خالد سادات

د افغانستان د سولې د عالي شورا نوي ریس کریم خلیلي، د (جولایی ١١) د دوشنبې په ورځ ویلی دي چې د سولې دپاره د طالبانو د تسلمیدو روحیه باید له منځه ولاړه شي، ځکه چې په دې ډول د سولې خبرې نه شي کیدلئ.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه، سید خالد سادات وایي دغه تعامل باید دوه اړخیز وي. طالبان هم باید نور دا خبره و نکړی چې اول دې خارجي قوتونه او بین المللي قواوې ووځي، نو بیا به د سولې خبرې وکړي.

هغه د امریکا غږ ته وویل "که خارجي قواوي یودم ووځي، څوک دا تضمین کوي چې طالبان د سولې خبرو ته کښیني؟ څوک دا تضمین کوي چې داخلي جنگونه به نور هم زیات نشي ؟ او ددې نظام نه به بدتر بل نظام را نشي؟ نو طالبان هم باید خپل دریځ نرم کړي، اول دې خبرې شروع کړي او بیا دې د خبرو په جریان کې د خارجي قوتونو د وتلو مسله مطرح کړي".

د خالد سادات پوره مرکه دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:50 0:00

XS
SM
MD
LG