د پښتو ژبه د کال ١٩٣٣ نه واخله تر ١٩٦٩ کال پورې د سوات د ریاست رسمي ژبه وه.
په کال ١٩٦٩ کې چې کله د سوات ریاست ختم شو او د پاکستان سره یو ځای شو نو د پښتو ژبې رسمي حیثیت هم ختم شو.
شهزاده میانگل عدنان اورنگزیب چې د سوات د پاچا عبدلودود خان نوسی دی امریکا غږ ته په مرکې کې وایي چې کله یې نیکه د سوات پاچا شو نو پښتو ژبه یې د سوات د ریاست رسمې ژبه کړه.
ښاغلي اورنگزیب وویل چې د کومې ژبې لیک لوست ورک شي او یواځې د ویلو ژبه پاتې شي، تاریخ گواه دی چې هغه ژبه هم ورکه شي.
د شهزاده میانگل عدنان اورنگزیب سره د امریکا غږ همکارې نزرانې یوسفزۍ په سوات کې د پښتو ژبې په تاریخ مرکه کړیده چې تاسو ته یې دلته اوریدی شئ.
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.