د لاس رسي وړ اتصالات

قاطع ملاتړ: هوايي بریدونه د افغان ځواکونو د مرستې لپاره کیږي

په کوز کنړ کې د ایتلاف قواو یو هیلی کوپتر د عملیاتو په حال کې
په کوز کنړ کې د ایتلاف قواو یو هیلی کوپتر د عملیاتو په حال کې

په افغانستان کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو له خوا هوايي بریدونو د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې تر تېرو دوو کلونو زیات شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د دوئ هوايي بریدونه د افغان ځواکونو د مرستې لپاره کیږي تر څو هغوئ خپل هدف ته ورسیږي. د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند وايي چې په دغو بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته جدي پاملرنه کوي.

په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا نوې هیلی کوپتری د کابل په هوايي ډګر کې
په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا نوې هیلی کوپتری د کابل په هوايي ډګر کې

افغان حکومت وايي چې دغه بریدونه له دوئ سره په همغږۍ ترسره کیږي. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند وايي تېر کال ولسمشر اوباما دغو ځواکونو ته له افغان ځواکونو سره د مرستې لپاره د هوايي‌ بریدونو په برخه کې اضافي واکونه ورکړل.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کپتان بیل سلوین وايي د بریدونو پر مهال د عامو خلکو ژوند ته پاملرنه کوي.

د امریکا د هوايي ځواک د شمېرنو پر اساس امریکايي او ایتلافي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه د پاسه ۱۶۰۰ بمونه کارولي، په داسې حال کې چې دا شمېره تېر کال نژدې پنځه نیم سوه او په ۲۰۱۵ کې نژدې درې سوه وه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG