د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ټرورزم له کبله روحې ناروغي زیاته شوې


په پاکستان کې صحې کارپوهان وایي چې د دغه ملک په قبایلې سیمو کې د ټرورسټانو د حملو نه وروسته روحې ناروغۍ زیاتې شویدي. په دغه ناروغیو کې خپگان، نامیدې او بیچېنې شاملې دي.

د علاج ادارې سره کارکونکی ډاکټر طلحه رحمان وایي چې په ملک کې د سختدریځۍ، فرقه پالنې او سیاسي جنجالونه د وجې ډیر خلک د روحې ناروغۍ ښکار شویدي."د پاکستان په قبایلې سیمو کې خلک د صحت په برخه کې هیڅ ډول اسانتیاوې نلري، دلته ډاکټران نشته نو ځکه زیاتره خلک په خپله ځان ته دارو درمل اخلې او علاج کوي."

په پاړه چنار کې تیره میاشت په یوې ځانمرگه برید کې اتیا تنه ووژل شول. رحمان زیاتوي."په پاړه چنار کې په هره کورنۍ غم تېر شوی، د ترهگرو د لاسه د چا زوې وژل شوی نو د چا پلار او یا ورور وژل شوي. ترهگري د خلکو په ژوند ډیر سخت منفي اغیز کړیدی. کوم خلکو چې د کور غړې بایللي دي هغوې د روحي ناروغۍ سره مخ دي."

پاړه چنار چې اکثره اوسیدونکې یې شیعه مسلمانان دي، د تیرې یوې لسیزې راهیسې پکې د شیعه گانو په ضد حملې کیږي. پاړه چنار شاوخوا دونیم لکه نفوس لري.

طبی کارپوهان وایي چې د روحې ناروغۍ یواځینې علت ټرورزم ندی. په دی برسیره په دغې سیمې کې نیستمنې او د صحت په برخه کې د اسانتیاو د نشتون له امله هم خلک د ډیرو ناروغیو سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG