د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل : په بیت المقدس کې د الجزیرې دفتر تړو


الجزیره :د اسرائیلو په خطرناکې پریکړي افسوس چې غواړې په بیت المقدس کې زموږ دفتر وتړی
الجزیره :د اسرائیلو په خطرناکې پریکړي افسوس چې غواړې په بیت المقدس کې زموږ دفتر وتړی

د اسرائیلو د مخابراتو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، غواړي چې د الجزیرې خبرې شبکې په خپرونو باندی پخپل هیواد کې بندیز ولگوی،د اسرائیلو د مخاراتو وزیر ایوب کارا وویل،

« زموږ په سیمه کې تقریبآ ټولو هیوادونو پدې وروستیو وختو کې پریکړه وکړه چې د الجزیرې خبري شبکه د تروریزم ملاتړ کوي، د سعودي عربستان، اردن او مصر په شمول د خلیج په ملکونوکې د مذهبي افراطیت ملاتړ هم کوي او موږ وینو چې ټولو دغو هیوادونو پریکړه کړی او وايي چې دالجزیري خبري شبکه د حماس، حزب الله او د ایران یوه اله ده .»

د الجزیرې خبري شبکه وايي، د اسرائیلو د مخابراتو د وزیر، ایوب کارا له مطبوعاتي کنفرانس نه ددوي خبریالان منع کړل. الجزیري دا هم وویل، کارا په دغه هیواد کې د الجزیري په انگریزۍ او عربي دواړو ژبو خپروني بندې کړې دي.

د اسرائیلو صدراعظم بن یامین نیتانیاهو تیره هفته گواښ کړی و چې په بیت المقدس کې د الجزیرې دفترونه تړي او په دغې خبري شبکې باندې تور ولگاوه چې په دغه ښار کې تاوتریخوالي ته لمن وهي د مثال په توگه هغه احتجاجونه چې د الاقصې په جومات کې د امنیت په زیاتیدو باندی شوي وو. دغې خبري شبکې ددغو احتجاجونو په باره کې رپوټونه خپرول.

اردن اوسعودی عربستان پدې وروستیو وختوکې د الجزیرې خبري شبکي، چې دفتر يي په قطر کې دی، محلې دفترونه وتړل. په عینی وخت کې په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو مصر او بحرین کې هم ددغې شبکې او ورپورې مربوط مرکزونه تړل شویدي.

دغو څلور واړو هیوادونو د تیرې میاشتې په سرکې د قطر سره ډیپلوماتیک روابط شلولي و او په دوحه باندې يې تور لگولې و چې په سیمه کې تروریزم تمویلوي او رقیب، ایران ته، ډیر نژدې دی. د سعودي عربستان په مشرۍ ډلې د قطر سره د روابطو د بیا ټینگولو لپاره دیارلس غوښتنې کړیدي چې یوه له دغو غوښتونو نه د الجزیرې د خبري شبکې د دفتر بشپړ تړل دي. قطر ورسره موافق ندی او دغه تورونه يي رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG