د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په سرحدي سیمو کې د مخدره موادو قاچاق


په ختیځ کې د لومړي نمبر سرحدي لوا ویاند ادریس مومند وایي چې د ننګرهار په یوشمېر سرحدي ولسوالیو په تېره د شینوارو په سیمو کې د مخدره موادو قاچاق کوونکي فعالیت لري.

دی وایي د قاچاقبرو فعالیت تر ډېره په هغو سیمو کې دی چې د دولت له حاکمیته لرې او یا تر امنیتي ننګونو لاندې دي.

ادریس مومند زیاته کړه په یوشمېر سرحدي سیمو کې د سرحدي پوستو د نه موجودیت له امله قاچاقبر غواړي فعالیت وکړي خو د اطلاعاتو له مخې یې دوی مخه ډب کوي او پر وړاندې یې کمینونه نیسي.

مومند وایي د دې ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې یو شمېر غرنیزې سیمې شته چې دوی په کې وخت ناوخته د مخدره موادو قاچاق کوونکو پر ضد کمینونه نیسي او په پایله کې یې د هغوی فعالیت مخه نیسي.

ده وویل د چهارشنبې په ورځ د دور بابا په یوه غرنیزه سیمه کې یې د اطلاعاتو پر بنسټ د مخدره موادو قاچاق کوونکو پر وړاندې کمین نیولی و چې په پایله کې یې دوه تنه قاچاق کوونکي د څلورو قچرو سره نیولي دي.

دده پر وینا دغو قاچاق کوونکو یوه اندازه مخدره مواد د دور بابا له سرحدي سیمو څخه نورو خوندي سیمو ته لېږدول چې د سرحدي ځواکونو له لوري ونیول شول.

د ننګرهار په شینوار مېشتو ولسوالیو کې د مخدره موادو کاروبار تر نورو سیمو په ډېره اندازه کېږي.

په دې سیمو کې قاچاق کوونکي له غرنیزو سیمو په ګټې اخیستنې سره مخدره مواد د لوګر ولایت او تورخم سرحدي ښارګوټي تر منځ لېږدوي.

XS
SM
MD
LG