د لاس رسي وړ اتصالات

په مکه کې شاوخوا دوه میلیونه خلک د حج لپاره راغونډ شوي


داسی خلک هم شته چې د لسو ځلو ډیر حج او عمرې ته ورغلي.
داسی خلک هم شته چې د لسو ځلو ډیر حج او عمرې ته ورغلي.

د نړۍ د مختلفو هیوادونو نه شاوخوا دوه میلیونه خلک د سعودي عربستان په مکې ښار کې د حج د فریضې ادا کولو لپاره راټول شوي دي. سږکال (۲۰۱۷) کې ددی مراسمو لپاره د ځانګړو ترتیباتو نیولو په خوا کې، د هغو سیمو نه هم حاجیانو سعودي ته مخه کړې ده چې یا خو د سعودي عربستان سیالان دي او یا پکې د داعش په څیر د وسله والو ډلو جنګیالي ځپل شوي دي.

په دوئ کې د اکثریت شعیه مذهبه ایران، چې په سیمه کې د سعودي عربستان یو سیال ګڼل کیږي، حاجیان هم شامل دي او ترڅنګ يي په سیاسي جنجال کې ګیر پاتې خلیج هیوادونو، او د عراق او سوریې نه چې هلته د داعش جهادي ډلې پکې ځپل شوي دي، خلک رسیدلي دي.

یوه هندۍ مسلمانه د حج په مراسمو کې په شیطان کاڼې ولي
یوه هندۍ مسلمانه د حج په مراسمو کې په شیطان کاڼې ولي

سږکال ایرانیان پکې کم دي ځکه، په ۲۰۱۶ کال کې د یوې بی نظمۍ پیښیدو له امله د عبادت په وخت کې نژدې دوه زره دری سوه کسان مړه شوو، چې څلور سوه څلور شپیته يي ایرانیان وو.

له همدې امله تهران پر سعودي عربستان سختې نیوکې وکړې چې ددی مهمو مراسمو ترتیبات او تنظیم يي سم نه وو نیولی. پرحج مراسمو انتقادونه دومره زیات شوو چې وضعیت سیاسي بڼه ونیوله او په سیمه کې تر یو وخت پورې جنجال موجود و.

پدې کې نژدې دری میاشتې، د خلیج سیمه په بد سیاسي بحران کې ګیر شوه. ځکه سعودي عربستان او متحدینو يي د قطر پرضد اقدامات وکړل او پدې يي تورن کړ چې د ایران سره ډیرې نژدې اړیکې لري او د سخت دریځۍ ملاتړ کوي.

په وروستیو کلونو کې د نړۍ په مختلفو سیمو کې د سخت دریځو مرګوني بریدونه لاهم په مکه کې د یو شمیر حاجیانو په ذهن کې شته، خصوصآ د عراق او سوریې د خلکو چې هلته د داعش ډله سخته وځپل شوه.

د سعودي د ګاوڼډي، قطر سره د تیر جون میاشت کې د روابطو خرابیدو وروسته، دا اول ځل دی چې سعودي د قطر عبادت کوونکو ته اجازه ورکړه چې د حج ادا کولو لپاره ورشي. او تیرکال د تهران سره هم د اړیکو قطع کولو وروسته، سږکال نژدې نوي زره ایرانیان هم مکې ته رسیدلي دي.

د عربستان ځینو رسنیو لکه العربیه د لوی اختر اوله ورځ د سیپتمبر لمړۍ نیټه پیش بیني کړې ده او وایي د حج د فریضې ادا کولو مراسم به د اګست په دیرشمه پیل او د سیپتمبر په څلورمه نیټه پای ته ورسیږي.

همدا راپور دلته لیدلې هم شئ:

۲۰۱۷ کال حج مراسم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

XS
SM
MD
LG