د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس ټرمپ څخه د ځینو طوفان ځپلو گیله


 جمهور رئیس ټرمپ د طوفان ځپلو سره ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به عاجلې مرستې ور ورسیږي
جمهور رئیس ټرمپ د طوفان ځپلو سره ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به عاجلې مرستې ور ورسیږي

جمهور رئیس ټرمپ دا ځل د لویزیانا په لیک چارلز نومی سیمه کې تم شو او هلته یی د عاجلو مرستو د کارکونکو سره د خبرو ترڅنگ عکسونه واخیستل او د زیار ستاینه یې وکړه.

جمهور رئیس ټرمپ د خپل لنډ سفر په ترڅ کې وینا ونه کړه خو د طوفان ځپلو او د قربانیانو سره یی ولیدل او دوي سره یی دا ژمنه وکړه چې د هاروي طوفان ځپلو ته به ژر تر ژره سریع او عاجلی مرستی ورسیږي.

هغه پدې ترڅ کې د حکومت له خوا د ژغورنې او د مرستې د چارو پر عملیاتو باندې تمرکز درلود نو له همدې کبله د یو لړ انتقادونو سره هم مخ شو. ځینو ویل چې ولې جمهور رئیس ټرمپ په اول سفر کې د طوفان ځپلو سره خپله همدردي ونه ښودله؟

جمهور رئیس ټرمپ، په خپل تازه سفر کې، د هیوستن د ښار په یوې کلیسا کې هغې ډلې خلکو ته وینا واوره وله چې د طوفان څخه ژغورل شوي و.

هغه وویل، «هو، اوس اوبه کمیږي خو زمونږ پر مخ د بیرته رغولو اوږده لاره پرته ده. نو کله چې اوس دغو سیمو ته چې یو وخت د اوبو لاندې وې، نظر اچوو او گوروو چې کار روان دی، او دا سیمې لا دوخته یو څه پاکی شوی دي، نو دا څرگندوي چې څومره زیارکښ خلک لرو. زه به درته ووایم په رښتیا چې زیات شمیر زیار کښ خلک شته.»

جمهور رئیس تکساس ته خپل دوهم سفر د یوې اونې نه وروسته وکړ څو هغو خلکو سره چې د طبیعی آفاتو له ناورین سره لاس او گریوان دي، خپل ملاتړ څرگند کړي.

لومړۍ میرمنې، ملانیا ټرمپ، هم پدې سفرونو کې ورسره مل وه. هغې، په هیوستن کې د عاجلو مرستو یو پناه ځای نه چې طوفان ځپلی پکې اوسیدل، لیدنه وکړه. میرمن ملانیا ترمپ هلته د ماشومانو سره زیات وخت تیر کړ او هغوی ته یی کتابونه، رنگې او د لوبو سامان هم ورکړل.

جمهور رئیس د خیریه کارکونکو او د سیمی اوسیدونکو سره هم ولیدل. دا هغه څه و چې ده په خپل لومړي سفر کی نه و کړي.

جمهوررئیس له طوفان ځپلو سره د حکومتی مالی مرستو اندازه هم زیاته کړه څو دا سیمی ژر تر ژره اول پاکې او بیا ورغول شي.

سپینی ماڼۍ د یوې اعلامیی په خپرولو وویل چې د بیړني محافظتي تدابیرو سل په سلو کې لگښت به د فدرال حکومت په غاړه وي.

XS
SM
MD
LG