د لاس رسي وړ اتصالات

خټک: پاکستان په افغانستان کې د څلورو جگړو حمايت کړی


د افغانستان په هکله د نړيوالو ورځپاڼود تبصرو په لړ کې سمال وارژورنال ليکلي، که پاکستان په افغانستان کې د امريکا د جگړې دوام کې مهم رول نه واې لوبولائ او په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې يو دليل د هند او کشمير مساله نه واې نواوس به په دغه هيواد کې جگړه ختمه وه او امريکايي عسکر به په خپلو کورونو کې وو.

پاکستان په افغانستان کې د امریکا د جګړې د دوام مخه څنگه نيولائ شوه؟

پاکستاني سیاستوال افراسیاب خټک امريکا غږاشنا راډيو ته وويل:

که پاکستان د افغانستان لپاره خپل زوړاو د طالبانو د ملاتړ سياست بدل کړې او يو غوڅ دريځ يی خپل کړی واې نو اوس به جگړه ختمه وه .

د عوامي نشنل پارټۍ دی جگپوړي غړي زياته کړه”له بده مرغه پاکستان په دی کې پاته راغې د افغانستان لپاره يی خپل سياست بدل نکړ، جگړو ادامه پيدا کړه او قيمت يی افغانانو پريکړ. “

افراسياب خټک په افغانستان کې د پاکستان مداخلې ته په اشاره وويل:

”څلورم جنگ دی چې پاکستان يې په افغانستان کې حمايه کوي “.

همدارنگه يي د افغانستان په هکله د امريکا مخکيني سياست ته هم اشاره وکړه چې قاطعيت او وضاحت پکې نه وو خو اوس په نوې ستراتيژۍ کې زړې اشتباهگانې اصلاح شوي، همه جانبه داخلي او خارجي نيمگړتياو ته پکې پام شوې.

د عوامي نشنل پارټۍ غړي او سیاستوال افراسیاب خټک سره د نوشابې اشنا مرکه کړې هغه په پيل کې دا پوښتنه ځواب کړې چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا د جګړې د دوام مخه څنگه نيولائ شوه؟

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:04 0:00

XS
SM
MD
LG