د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په شمالي کوریا تازه بندیزونه ولګول


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو د دوشنبې په ورځ د رایو په اکثریت په شمالي کوریا تازه بندیزونه وضع کړل.

که څه هم چې امریکا د امنیت د شوار نه غوښتي و چې شمالي کوریا ته د تیلو په وارداتو دې بشپړ بندیز ولګیږي او د هغه هیواد د حکومت او مشر کیم جان اونګ شتمني دې په نړیواله کچه کنګل شي خو د شورا نورو غړیو دغه وړاندیزونه ونه منل.

د نوي پریکړه لیک له مخې شمالي کوریا نشي کولی چې هیڅ ډول طبیعي یا مایع ګاز وارد کړي. شمالي کوریا همدارنګه نشي کولی چې په کال کې د دوه ملیونه بیلرو نه زیات تصفیه شوي پترولیم وارد کړي او یوازې هغومره خام تیل واردولی شي چې په تیرو دولسو میاشتو کې یې کړیدي.

په نوي پریکړه لیک کې په شمالي کوریا دا بندیز هم ولګیده چې هیڅ ډول ټوکر بل هیواد ته نشي صادرولی او په نورو هیوادونو کې به د شمالي کوریا کارګرانو ته هم د کار کولو جوازونه نه ورکول کیږي.

دغه دواړه شیان د شمالي کوریا عوایدو مهمې سرچینې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نکي هیلي وویل چې په شمالی کوریا دومره سخت اقتصادي بندیزونه تر اوسه نه و لګیدلي.

XS
SM
MD
LG