د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه:هرکال شاو خوا درې زره افغانې ميرمنې د ځان وژنې هڅه کوي


هغه ښځې چې د ځانوژنې هڅه کوي د څوارلس او نولس کلونو تر منځ عمرونه لري.
هغه ښځې چې د ځانوژنې هڅه کوي د څوارلس او نولس کلونو تر منځ عمرونه لري.


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي که څه هم په افغانستان کې د ځانوژنې کومه دقیقه شمیره نشته خو په روغتونونو کې ثبت شوې پیښې ښيي چې هر کال درې زره افغانې ښځې په ځانوژنې لاس پورې کوي.

د دغه کمیسون کمیشنره قدریه یزدان پرست وایيد ټولو ځاونوژنو اتیا فیصده برخه ښځې جوړوي
"موږ یوازې هغه شمیرې لرو چې په روغتونونو کې ثبت شوي دي او یا هم بشري حقونو کمیسیون په دې توانیدلی چېهغه مستند کړي چې هر کال درې زره ښځې په ځانوژنې لاس پورې کوي چې دا په هیواد کې د اتیا فیصده ځانوژنې ښکارندوي کوي".

د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ په کابل کې له ځانوژنې څخه د مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځله.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي هغه ښځې چې په ځانوژنه لاس پورې کوي پنځه نوي فیصده یې څوارلس څخه تر نولس کلنې دي.
دوې وایي له ځانوژنې څخه د مخنیوي په برخه کې یې د رواني مشاورینو روزل پیل کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت د عرضې او تقاضا مرستیال فدا محمد پیکان وویل:

"د دوه سوه رواني مشاورینو روزنه او استخدام چې په روغتیایي مرکزونو کې به رواني او د ژور خفګان ناروغانو ته مشوره ورکوي د اتلس سوه روغتیایي کارمندانو روزنه چې د رواني ټولنیزې مشورې په برخه کې به روغتیایي مرکزون کې کار وکړي".


دافغانستان دعامې روغتیا وزارت وایي د ځانوژنې ډیرې پیښې په هرات، بادغیس، فراه، نیمروز او کندهار ولایتونو کې تر سره کیږي چې عمده لاملونه یې ناوړه رواجونه، د جندر نابرابروالی او جنسیتي تاوتریخوالی ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG