د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګروملتونو په ۷۲ اسمبلې کې پر پنځه موضوعګانو غور کیږي


د ملګروملتونو ۷۲ عمومي اسمبلې ګروپي لیدنې د تیرې سه شنبې (سیپتمبر۱۲) پیل شوې.
د ملګروملتونو ۷۲ عمومي اسمبلې ګروپي لیدنې د تیرې سه شنبې (سیپتمبر۱۲) پیل شوې.

پدې پنځه موضوعګانو باندې په روانه اونۍ کې هر اړخیزه بحثونه کیږي او د هرې ستونزې د تفصیلي راپور اوریدو وروسته ورته د حل په پیشنهادي لارو غور کیږي.

ددی ګروپي غوڼډو په سر کې به د نړۍ د مشرانو رسمي ویناوې د سه شنبې (سیپتمبر۱۹) د سهار په نهه بجو پیل او هره ورځ به د ماښام تر نهو بجو دوام وکړي. د نړۍ هر مشر ( جمهور رئیس، پاچا، صداعظم، یا د یو دولت رسمي استازی) به په عمومي اسمبلې کې د وینا لپاره شاوخوا پنځلس/شل دقیقې وخت ولري او د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني به په سه شنبې (سیپتمبر۱۹) ورځ د نیویارک په وخت د مازیګر په شاوخوا شپږ بجو عمومي اسمبلې ته وینا ولري.

د ملګروملتونو ۷۲ کلنۍ غونډې ته د جمهور رئیس غني سره، د بهرنیوچارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، په اقتصادي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار محمدهمایون قیومي او یوشمیر نور مسؤلین ملګري دي.

په نیویارک کې افغان دیپلوماتان وایي ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني به د سیمه ایزه اقتصادي پرمختګ لپاره د فرصتونو او خنډونو د مطرح کولو ترڅنګ، په سیمه او نړۍ کې د مذهبي افراطیت د خپریدو پر عواملو، د سخت دریځۍ او تروریزم سره د مبارزې پر مختلفو لارو چارو به خبرې وکړي او د ترهګرۍ د تمویل او حمایت پر منابعو وچولو به هم ټینګار وکړي.

پدې سفر کې به د افغانستان مشرتابه پلاوی د ملګروملتونو د کلنۍ غوڼډې په ترڅ کې د امریکايي مقاماتو، پاکستاني او هندي مقاماتو سره هم جلا جلا لیدنې ولري.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG