د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه نړیوالې سولې او امنیت ته متوجه خطرونه ارزوي


د ملګروملتونو امنیت شورا د پنجشنبې (سیپتمبر۲۱) د نړېوالې سولې او امنیت په وړاندې هغه تهدیدونه یا خطرونه ارزوي چې د امنیت شورا په وینا د تروریستانو لخوا متوجه دي.

د امنیت شورا د دوشنبې (سیپتمبر۱۸ نه تر ۲۰) کومه ځانګړې غوڼډه نه لري، خو وایي د سه شنبې په ورځ به د ملګرونو په ۷۲ اسمبلې کې د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو د یو شمیر مشرانو د ویناؤ وروسته به د ترهګرو د فعالیت په اړه مسایل راغوڼډ کړي او د چهارشنبې (سیپتمبر۲۰) به د یو شمیر نړیوالو مشرانو او د امنیت شورا د غړو تر بحث او غور وروسته به خپل راپور تکمیل او بیا د پنجشنبې (سیپتمبر۲۱) به يي خپور کړي.

د امنیت شورا په څلورو برخو کې د نړېوال تروریزم سره د مبارزې په لارو چارو کار کوي:

۱. د هغو شرایطو مطرح کول چې د تروریزم د خپریدو سبب کیږي

۲. د تروریزم مخنیوی او په وړاندې يي مبارزه

۳. د دولتونو د قابلیت لوړول او د ملګروملتونو نقش پراخیدل

۴. د بشري حقونو خوندیتوب او د قانون تطبیق

د نړېوال تروریزم ضد مبارزې لپاره د امنیت شورا دا ستراتیژي لمړی ځل د ۲۰۰۶ کال په اکتوبر میاشت کې پیشنهاد شوه. وروسته پکې د نړۍ مختلفو دولتونو مشارکت وکړ او د خپلو هیوادونو دننه فعالیت او هدف ته رسیدو مسؤلیت يي واخیست.

د دی ستراتیژۍ جوړونکو غړو لمړی پدې موافقه وکړه چې د ترهګرۍ ضد یوه مشترکه او څرګنده تګلاره ولري، بیايي په عملیاتي برخې کې د هر هیواد نقش او مسؤلیت معلوم شي چې په څه ډول د تروریزم ضد باید مبارزه وشي.

پدې همغږۍ کې د ملګروملتونو امنیت شورا نه یوازی په هره بڼه کې تروریزم د نه منلو ګڼلې، بلکې دا تصمیم یي نیولی چې په فردي او مشترکه ډول يي مخنیوی او مبارزه ورسره وکړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG