د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني نن د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې وینا کوي


ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ نیویارک ته ورسېده
ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ نیویارک ته ورسېده

جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د سیپتمبر په ۱۸ نیویارک ته ورسید او د سه شنبې په ورځ د نیویارک په وخت مازیګر شاوخوا شپږبجې د ملګرو ملتونو ۷۲ کلنۍ غونډې ته وینا لري.

د ښاغلي غني سره د راغلي هیات غړي وایي چې جمهور رئیس به د ترهګرۍ ضد مبارزې او په افغانستان او سیمه کې د تروریزم د خپریدو پر عواملو وغږیږي.

د سه شنبې په ورځ د غرمې مخکې په یوولس بجو د پاکستان د صدراعظم شاهدخاقان عباسي سره ویني او د ترهګرۍ ضد جګړې او په پاکستان کې د افغانستان د دولت ضد عناصرو او ډلو د شتون یادونه به وکړي.

وروسته به د فنلنډ د صدراعظم، د راوپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو د رئیسې، د ناټو د عمومي منشي او د ازربایجان د جمهور رئیس سره جلا جلا لیدنې وکړي.

په نیویارک کې د افغانستان د دایمي ماموریت دیپلوماتان وایي جمهور رئیس غني به په ټولو لیدنو کې د دوه اړخیزه همکاریو، افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو، په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او امنیت خوندي کیدو په اړه نظرونه تبادله کړي.

جمهور رئیس غني به د ورځې په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته خپله وینا واوروي. افغان مقامات وایي جمهور رئیس غني به په وینا کې په افغانستان او سیمه کې د تروریزم پرضد مبارزې، او د تروریزم د خپریدو علتونه ذکر کړي.

د سه شنبې په ماښام اته بجو د امریکا جمهور رئیس ډونالدټرمپ د نړۍ محدودو مشرانو ته ماښامنۍ جوړه کړې چې جمهور رئیس اشرف غني ته يي هم پکې بلنه ورکړې.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG