د لاس رسي وړ اتصالات

په ملګروملتونو کې د جمهور رئیس غني د وینا مهم ټکي


جمهور رئیس غني په پیل کې وویل چې د سپټمبر د یوولسمې تر تراژېدۍ شپاړس کاله وروسته تراوسه د دې شاهدان یو چې د نادولتي عناصرو خشونت، د سیاسي خشونت د پنځم موج شکل اختیار کړی دی. د هغه په وینا د پرلپسې بدلېدونکو ترهګریزو شبکو فعالیت، جرمي سازمانونو، برېښنایي جرایمو او له ترهګرۍ څخه د دولتونو د ملاتړ اوسنۍ وضعې ته په کتلو د خشونت پنځم موج به لنډ مهالی نه وي او په لسیزو لسیزو به نړیوال امنیت وګواښي.

ښاغلي غني وویل موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسې اوږدمهالی حل ولرو چې د ترهګرو د اوږدمهالې آجنډا مقابله پرې وکړای شو.

هغه وویل که څه هم د بشر د حقونو د میثاق احکام د نړۍ د اکثرو هېوادونو په اساسي قوانینو کې مدغم شوي، خو د بشریت پر خلاف جرایم لا هم په دردناکه او منظمه بڼه ترسره کېږي. جمهور رئیس غني د روهنګیا وضعیت ته په اشارې وویل چې د روهنګیايي ولس نژادي تصفیه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده.

غني وویل نن ورځ د افغانستان پر خاوره څه باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. او په ټینګار يي وویل چې د افغانستان راتلونکی ځکه اهمیت لري چې افغانان د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کارکې د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې دي.

هغه وویل د افغانستان امنیتي ځواکونه هره ورځ د دې هدف لپاره جنګېږي او قرباني ورکوي او د افغانستان د واکمنۍ لپاره جنګیږي.

ولسمشر غني وویل د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي آسیا د ثبات په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایدار شراکت تجدید شوی او نوی رخ یې اخیستی دی.

هغه وویل د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د امریکا د توان ټولې لارې چارې را یوځای شوي او دا پیغام ورکوي چې طالبان او د دوی ملاتړي نظامي بریا نشي ترلاسه کولای. جمهور رئیس غني وویل افغانان یواځې د سیاسي حل له لارې پایدارې سولې ته رسېدلای شي او هغه د هرې سویې پر طالبانو غږ کوي چې په بین الافغاني خبرو اترو کې شامل شي.

غني پر پاکستان غږ وکړ چې له افغان دولت سره، رفاه ته د رسېدلو لپاره، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي.

جمهور رئیس غني په وروستیو ټکو کې وویل افغانان د یوه ملت، یوه دولت، او یوه ولس په توګه، له هغو ننګونو او فرصتونو سره ځان له سره عیاروي چې په یوویشتمه پېړۍ کې ورسره مخامخ یو.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG