د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس غني څرگندونې او د خلکو غبرگون


Ghani
Ghani

د ولسي جرګې استازي وايي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په لار کې باید پر ګاونډیانو فشارونه زیات شي چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وأخلي. بل خوا د کابل ښار اوسیدونکي د ملګرو ملتونو په عمومي مجلس کې د افغانستان پر سر د ویناوو په اړه بیلا بیلا نظرونه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضد د جګړې پالیسي بدله کړې او هغوی یې ترهګر وبلل او همدارنګه یې پر پاکستان د فشار یادونه وکړه.

خو د افغانستان ولسمشر محمد أشرف غني بیا طالبانو ته یو ځل بیا د سولې بلنه ورکړه او ویې وویل چې طالبان او د دوی ملاتړي نظامي بریا نه شي ترلاسه کولای. ولسمشر غني همدارنګه پر پاکستان غږ وکړ چې د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې دې له افغانستان سره د دولتونو په کچه بحث پیل کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې استازې ګلالۍ نور ساپۍ وايي چې د ترهرګرۍ د مخنیوي لپاره باید د افغانستان پر ګاونډیانو نور هم فشار زیات شي. هغی وویل

«نړیوال پدې ډاډمن شوي چې مشکل پدې هیوادو کې دی. نه یوازی پر پاکستان بلکه ایران ته هم اشاره وشوه. جمهور رئیس ترمپ وویل پر هغو ملکونو به سیاسي فشار زیات کړي چې د تررزم ملاتړ کوي. دا ښه خبره ده خو هیله ده چې دا یوازی د خولی تشی خبرې پاتې نشي.»

د کابل پوهنتون استاد حکمت الله شهباز وايي چې ولسمشر غني نړیوال قانع کړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې جدي شي او پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي. ښاغلی شهباز زیاته کړه چې، « بهرنۍ تگلارې د امریکا او نړیوالی ټولنی له خوا د سیمی پر هیوادونو فشار راوستی چې په افغانستان کې د تررزم په ضد په واقعيَ شکل باید مبارزه وشي. د ولسمشر بهرنۍ تگلاری وکولای شول چې د نړیوالو سیاستوالو پام د افغانستان په لور واړوي.»

بل خوا د کابل ښار اوسیدونکي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ولسمشر غني د وینا په اړه بیلا بیل نظرونه لري.

د حاجي گل محمد په نوم د کابل د ښار اوسیدونکي وویل، « ډیرې ښې خبرې یی وکړې، مونږ د پاکستان تررزم نه غواړو چی دلته یی راوړي او زمونږ په خاوره کې یی استعمالوي.»

د کابل ښار با اوسیدونکی، محمد شاه وویل، « دا خو معلومه ده چې دا زمونږ او ستاسو جنگ ندی بلکه د بهر څخه پر مونږ تپل شوی دی.

د محمد انور په نوم بل اوسیدونکي زیاته کړه چې، « مونږ د ولسمشر غني ملاتړ کوو او ورسره همغږي یو.»

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ولسمشر غني وینا د افغانانو تر منځ پر ټولنیزو رسنیو هم ګرم بحثونه رامنځته کړل.

XS
SM
MD
LG