د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه ولمانځل شوه


پرون د دوشنبې په ورځ په واشنگټن کې د افغانستان په سفارت کې د افغانستان د اسقلال ٩٨ کلیزه د لسگونو کسانو په گډون ولمانځل شوه. په دغې غونډې کې د امریکا د ځینې مهمو پوځي او سیاسي مشرانو په گډون د بیلا بیلو هیوداونو استاځو هم گډون وکړ.

دغه ورځ په موسیقۍ، اتڼ او ښه خوړو ولمانځل شوه
دغه ورځ په موسیقۍ، اتڼ او ښه خوړو ولمانځل شوه

د افغانستان په سفارت کې دغې غونډې ته سفیر حمدالله محب او د امریکا ځینو چارواکو هم وینا وکړه.

سفیر حمداالله محب په خپلې وینا کې د افغانستان د خپلواکۍ د اتلانو یادونه وکړه او وې ویل چې د افغانستان حکومت دیته ژمن دی چې د خپلې خاورې خپلواکي به وساتي.

سفیر محب وویل چې افغانستان د ازادۍ ترلاسه کولو نه سل کلونه وروسته هم د ډیرو مشکلاتو سره مخ دی خو زیاته یې کړه چې افغانانو د دغو ټولو مشکلاتو په ډیره زړهورتیا مقابله کړیده. ښاغلي محب په دغه موخه د افغانستان په دښمنانو هم غږ وکړ چې نور دې د ترهگرۍ ځالې نه ساتي او د سولې او امن لارې ته د مخه کړي.

افغانستان او پاکستان ته د امریکا خاص استاځې الیس جي ویلس هم د افغانستان د استقلال مراسمو ته وینا وکړه او د افغانستان او د امریکا د تاریخي روابطو یادونه یې وکړه. هغې وویل چې امریکا او افغانستان د ډیرو کلونو راهیسې د ترهگرۍ په ضد یوځایې جنگ کړیدی او ویې ویل چې اوس هم دیته ضرورت دی چې دواړه هیوادونه اوږه په اوږه کار وکړي.

د افغانستان د اسقلال د ٩٨ کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې د امریکا د یو ښونځي محصلینو د افغانستان سرود وغږاوه چې گډونکونکو ترینه ډیر خوند واخیست. په دی برسیره افغانو پیغلو اتڼ هم وکړ.

په واشنگټن کې د افغانستان په سفارت کې افغانې جینکۍ د اتڼ په مهال
په واشنگټن کې د افغانستان په سفارت کې افغانې جینکۍ د اتڼ په مهال

د افغانستان سفارت د خپلواکۍ د ورځ د لمانځلو په مراسمو کې په لسگونو ملیمنو ته بلنه ورکړي وه چې پکې د سوات ملاله یوسفزۍ هم شامله وه.

ملالې یوسفزۍ افغانانو ته د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي ورکړه
ملالې یوسفزۍ افغانانو ته د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي ورکړه

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG