د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د طالبانو د دفتر پر تړل کېدو پریکړه نه ده کړې


په قطر کې د طالبانو دفتر په رسمي ډول د ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې پرانېستل شو.
په قطر کې د طالبانو دفتر په رسمي ډول د ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې پرانېستل شو.

په داسې حال کې چې د افغانستان دولت په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه خپاره شوي خبرونه آوازه بولي پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینې فکر کوي چې د طالبانو دفتر به وتړل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ یې [سپټمبر ۲۷] د امریکا له دفاع وزیر جیم ماتیس او د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې حالات بدل شوي دي او لازمي ده چې د طالبانو د دفتر د راتلونکې په اړه "جدي فکر" وشي.

د سې شنبې په ورځ ]سپټمبر ۲۶] د برېټانیا ګارډین ورځپاڼې د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ولسشمر غني فشار راوړی څو په قطر کې د طالبانو دفتر وتړي.

په قطر کې د طالبانو دفتر په رسمي ډول د ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې هغه مهال چې بارک اوباما د امریکا او حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و، پرانېستل شو.

حامد کرزي د دفتر تر پرانیستل کېدو سملاسي وروسته د دفتر په ودانۍ کې د طالبانو د بیرغ او نښان د موجودیت پر ضد احتجاج وکړ.

کرزي ته نږدې سرچینې د رسمي مذاکراتو په خاطر د طالبانو لپاره د یو مشخص آدرس شتون ضروري بولي.

د حامد کرزی د دفتر رئیس، عبدالکریم خُرم وایې چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلارې ته په کتو "داسې فکټورونه شته چې کیدای شي واقعاً وتړل [دفتر] شي."

د خُرم په وینا د افغانستان حکومت او امریکا تر سولې زیات پر جنګ اتکا کوي او غواړي چې طالبان "ماته وخوري او د هیڅ شي توان ور پاتې نه وي، بیا به سوله کیږي."

XS
SM
MD
LG