د لاس رسي وړ اتصالات

مجیب ځدران:ژر به د کرکټ ملي ټیم کې ځای پیدا کړم


Mujeeb Zadran Afghanistan U19
Mujeeb Zadran Afghanistan U19

د افغانستان د کرکټ لوبه د اهسته ،سلو یا سپین بالنگ په ډگر کې ورځ تر بلې غني کیږي. د محمد نبي، سمیع الله شینواري، کریم صادق،حمزه هوتک،نسیم بړیڅ ،راشد خان او ظاهر خان نورو سلو توپ اچونکو نه پس اوس ځوان لوبغاړی مجیب ځدران په نړیوالو میدانونو کې خپل جوهر ښيي.

مجیب ځدران چې د نولس کلنو لوبغاړو د ټیم غړی دی، د بنگله دیش سره د پینځو سیالیو په څلورمه سیالۍ کې ېې مخالف ټیم د سخت مشکل او ماتې سره مخ کړ. مجیب ځدران د بنگله دیش اووه لوبغاړي یوازې په نولس منډو وسوزل او ټول ټیم ېې په اته اتیا منډو وسوزید. مجیب د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د مجیب ځدران باره کې د کرکټ د ملي ټیم پخوانی لوبغاړي او روزونکي دولت احمدزي ویلي چې مجیب ځدران د سپین بالنگ په ډگر کې یو کتاب دی، یعني د توپ اچونې دومره هنر او جوهر لري چې مخالف توپ وهونکی ورته حیران وي چې کوم توپ څنگه ودروي او څنگه ېې ووهي.

مجیب ځدران د بنگله دیش خلاف د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو
مجیب ځدران د بنگله دیش خلاف د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې مجیب ځدران وویل چې دی پوهیږي چې ملي ټیم کې د سلو یا سپین بالنگ په ډگر کې د محمد نبي او راشد ارمان په موجودگۍ کې د ده شاملیدل سخت کار دی خو دی باور لري چې د ده وړتیا به د ملي ټیم پکار راځي او دی به ژر ملي ټیم کې ځای ومومي.

مجیب ځدران وايي چې ده چې د څومره روزونکو سره وخت تیر کړیدی، نوي نوي هنرونه او د توپ اچونې طریقې ورنه زده کړي او اوس ورنه وخت په وخت گټه اخلي نو ځکه ېې توپ اچونه کې ډیره تنوع لیدل کیږي. هغه وايي د هند لوبغاړی ایشون مې د خوښې لوبغاړی دی.

مجیب ځدران د افغانستان په کورني کرکټ کې هم ډیر ښه ځلیدل او شپږیزه سیالیو کې هم وکټې ترلاسه کړي. مجیب ځدران تیر کال د پاکستان سپر لیگ په جریان کې د خپل بل ملگري طارق ستانکزي سره یو ځای د پیښور زلمي په تمریني کمپ کې هم شامل و.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG