د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو د وزیر او یوې ملیشه قطعې اختلاف د پاکستان سیاسي جنجال زیات کړی


د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر او د یوې ځانګړې روزل شوې نظامي قطعې ترمنځ مجهوله جنجال په اسلام اباد کې سیاسي ناندرې پورته کړي دي. دا نوې جنجال ددی سبب شوې چې خلک د ملکي مشرانو او ځواکمنې نظامي رهبرۍ ترمنځ د روابطو په اړه پوښتنې وکړي.

دا ختلاف په داسی وخت کې پیدا شوې چې په اتومي تاقت لرونکي پاکستان کې روان سیاسي وضعیت دمخه د اندیښنې وړ ګڼل شوی. یو دلیل يي د امریکا له لورې په نوې ستراتیژۍ کې د جنوبي اسیا شاملول دي.

د کورنیو چارو وزیر آشان اقبال د ډان تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ د پارلماني امنیتي ګارد ناڅاپي خپله وظیفه پریښودله پدې کار هک حیران شو. ځانګړې امنیتي ګارد د پارلمان د محافظت دنده لري خو بی لدې چې وضاحت ورکړي، له ساحې وتلي دي.

اقبال وایي ورته اطلاع ورکړل شوه چې ټول محافظین له هغو دولتي تاسیساتو وتلي چې د ساتنې مسؤلیت يي درلود.

د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۵) د پارلمان امنیت ته سرحدي محافظین ولاړ وو. یو پولیس افسر وویل اصلي امنیتي ګارد نور پدې ساحه کې حضور نلري. دغه افسر وایي ځانګړي ګارد ته د کورنیوچارو د وزارت لخوا د وظیفې د ختم هدایت نه و شوې او کیدی شي د کوم بل ځایه ورته امر شوې اوسي.

د پاکستان د اردو د عامه اړیکو دفترپدې پیښه کې د پوځ هرډول مداخله رد کړې ده او وایي د کورنیوچارو وزارت منظمه مدیریت او همغږي نه لري.

د پاکستان اردو ددی هیواد په اویاکاله عمر کې، ۳۳ کاله حکمراني کړې ده. د ۲۰۰۸ کال راهیسې هلته دیموکراتیک حکومتونونه انتخاب شوي دي، خو اردو خپل نفوذ ساتلی او چې کله هم د نظامیانو او حکومت ترمنځ کوم جنجال پیدا شي، ملکي فعالان سخت اندیښمن کیږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ریکس ټیلرسن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیوچارو د وزیر سره د لیدنې په وخت کې وویل چې امریکا د پاکستان د حکومت د برخه لیک په باره کې اندیښمنه ده او پدې هیله دي که حکومت يي باثباته پاتی شي.

XS
SM
MD
LG