د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس ټرمپ د ایران په ارتباط خپل دریځ اعلانوي


جمهور رئیس ټرمپ وایي ایران بدې لوبې شروع کړي دي
جمهور رئیس ټرمپ وایي ایران بدې لوبې شروع کړي دي

جمهور رئیس ډونالدټرمپ راتلونکې اونۍ د ایران په ارتباط خپل دریځ اعلانوي. اټکل کیږي چې هغه به د اکتوبر په پنځلسمه د ایران سره د ۲۰۱۵ کال شوې نړیواله اتومې موافقه فسخه کړي. پدې طریقه ټرمپ غواړي چې د ایران اتومي پروګرام محدود کړي.

جمهور رئیس ټرمپ چې د ایران په اړه د امریکا د یوې پراخې ستراتیژۍ په جوړلو بوخت دی، کیدلی شي د ایران د انقلابي ګارد امنیتي ځواک د یو تروریستي سازمان په نوم هم ثبت کړي.

ایران د موافقې وروسته څو ځلي مختلفې راکټي ازموینې کړي دي
ایران د موافقې وروسته څو ځلي مختلفې راکټي ازموینې کړي دي

ایران پدې هیله دی چې امریکا داسی تیروتنه ونکړي. د ایران د بهرنیوچارو د وزارت ویاند قاسم بهرام د دوشنبې (اکتوبر۹) رسنیو ته وویل ایران هیله من دی چې امریکا دا ډول لویه ستراتیژیکه تیروتنه ونکړي، که يي وکړه نو ایران به مناسب، دقیق او سخت ځواب ورکړي چې متحده ایالات خپل عاقبت وګوري.

جمهور رئیس ټرمپ د شنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې ایران بدې لوبې شروع کړي دي او باید ورته عمل ورسره وشي. ښاغلي ټرمپ وویل فکر کوي ایرانیان د شمالي کوریا سره مالي کمک او تجارت کوي. د ټرمپ په باور ایران د شمالي کوریا سره داسی همکاري کوي چې مطلق غلط دي او ایرانیان یي داسی انګیري چې د اتومي موافقې سره هیڅ تړاو نلري. خو ترمپ وایي تړاو لري، ځکه دا کار ددی موافقې اصلي محتوا جوړوي. جمهور رئیس ټرمپ وایي ډیر ژر به پدې اړه هرڅه روښانه کړي، خو دا يي د مخه روښانه کړې چې ایران بدې لوبې کوي او همداسی عمل به ورسره وشي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشره وایي ددی موافقې نه د ملګروملتونو د امنیت شورا ملاتړ کړې دی، د تطبیق په حال کې ده او نتیجه ورکوي. چین هم د دوشنبې (اکتوبر۹) هیله څرګنده کړه که د ایران اتومي موافقه په خپل حال پاتې شي. چین وایي د ایران اتومي موافقه د نړیوالې ټولنې څو اړخیزه پریکړه ده او د خبرو له لارې په سوله ایزه توګه د یوې معضلې د حل ښه پیلګه ده.

په روسیه کې د کرملین ماڼۍ هم نن خبردارې ورکړ چېکه امریکا د ایران د اتومي موافقې نه ځان وباسي دا کار به منفي عواقب ولري.

امریکا د ایران د قدس پوځ، انقلابي ګارد ساتونکو بهرنۍ استخباراتي او د ملېشو څانګه او په دغه ګارد پورې یو شمېر تړلي کسان او سازمانونه د ترهګرو په لست کې شامل کړي، خو د انتقلابي ګارد ساتونکي لا پوره په دغه لست کې شامل نه دي.

د افغانستان او پاکستان پولو ته څیرمه د ایران سرحدي عسکر
د افغانستان او پاکستان پولو ته څیرمه د ایران سرحدي عسکر

ایران وايي که یې د انقلابي ګارد ساتونکي د ترهګرو په توګه وپېژندل شي او نور بندیرونه یې پرې ولګول، په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې له خطر سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG