د لاس رسي وړ اتصالات

د نوازشریف زوم وایي احمدیان پاکستان ته خطر پیښوي


په پاکستان کې چارواکي وایي چې د احمدي فرقې پیروان په دغه ملک کې اقلیتي مذهبي ډله ده او هغوي ته د نورو اقلیتي ډلو پشان حقوق ورکول کیږي خو هغوي دا حق نه لري چې ځان ته مسلمانان ووایي. خو احمدیان بیا وایي چې هغوي مسلمانان دي.

په پاکستان کې احمدیانو ته قادیانيان هم ویل کیږي چې د احمدي ډلې پیروي کونکي پرې اعتراض لري او وایي دغه نوم ورته د کرکې ورکړی شویدی.

د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشرېف زوم په احمدیانو اعتراضونه کړیدي چې د بشري حقوق ډلې وايي دغه ډله په پاکستان کې د تر ټولو زیاته ځبل شويده.

د نوازشریف زوم محمد صفدر وایي "د احمدي فرقې خلک د پاکستان، د قام او د اساسي قوانینو لپاره د خطرې خبره ده."

محمد صفدر دغه خبرې نن د پاکستان په اسمبلۍ کې کړیدي. هغه په خپله د اسمبلۍ غړی دی. صفدر وویل "د احمدي او بوهاري فرقې کسان دې د پاکستان په پوځ کې نه گمارل کیږي ځکه چې د هغوي په دروغجن مذهب کې د خدای په نوم د جهاد اجازه نشته."

محمد صفدر د پاکستان د صدراعظم نوازشریف زوم دی. نوازشریف د جولایي په میاشت کې د دغې ملک سترې محکمې د ملک نه د پیسو بهر ته د لیږلو په تور د دندې لیرې کړ.

نواز شریف د پاکستان په پوځ تور لگوي چې هغه یې په ټگۍ برگۍ د حکومت نه لیری کړ.

د یادونې وړ ده چې محمد صفدر د مریم نواز میړه ده. مریم نواز دا وخت د مسلم لیگ نون د گوند چارې په لاس کې لري او داسې ویل کیږي چې هغه به په راتلونکي انتخاباتو کې ځان کاندیدوي. هغه هیله لري چې د پاکستان صدراعظمه شي.

صفدر په عمومي اسمبلۍ کې دا هم وویل چې د قایداعظم پوهنتون د عبدالسلام مطالعاتي مرکز نوم دې بدل کړي. د یادونې وړ ده چې عبداسلام ته په فزیک کې د نوبل جایزه ورکړ شویده. صفدر وای چې هغه یو احمدی و نو ځکه د هغه نوم ته دې په پاکستان کې ځاې نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG