د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریی د بحران د حل دپاره د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدلو هڅی روانې دي


د روسیې جمهورریس پوتین، ایران ته تللی دی چې د ایران او قزاقستان سره د اورگاي په هغه پټې وغږیږَي چې په ایران او قزاقستان تیریږي

او روسیه د هند سره نښلوي.بله مسله د ایران او روسیی ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کی د همکاریوخبره ده، خو د سوریې د بحران د حل کولو موضوع د اجنډا په سر کی ده.

روسیه ، ایران او ترکیه کوشش کوي چې په سوریه کې د ملگرو ملتونو په سرپرستۍ یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي چې ازادو او عادلانه انتخاباتو ته زمینه مساعده شي او سوریایي مهاجر بیرته خپلو مېنو ته ولاړ شي.

د نړیوالو مسایلو تحلیلگر ډاکټر صلاح الدین سعیدي وایي د جمهورریس پوتین دغه پیشنهاد یو انساني پیشنهاد دی او وایی چې جمهورریس ټرمپ هم ورسره دا نظر منلی دی. ډاکټرسعیدی وایي امریکا په سوریې، عراق او لیبیا کې په خپلې پالیسۍ کی ناکامه ده.روسیې او ایران په سیمه کې د خپلو گټو په خاطرلاس یو کړیدی، ایا د جمهورریس ټرمپ پالیسي دغه وضعیت بدلولی شي؟ ډاکټر سعیدي په دې نظر دی چې هغه تصور چې په اول کې کیده د ټرمپ عجولانه اقدامات به د امریکا طویل المدت مصالحو ته زیان ورسوي، عملا ولیدل شول چې هغسې نه ده، خصوصا د افغانستان او د جنوبی اسیا دپاره د ټرمپ مدبرانه حرکاتو وښوده چې هغه تصور صحیح نه ؤ. نو داسې ښکاري چې په دې دری ملکونو کې د امریکا د پالیسۍ د کامیابۍ دپاره کار روان دی.

د ډاکټر سعیدی سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شې

XS
SM
MD
LG