د لاس رسي وړ اتصالات

د اساسی قانون خلا، د ایشچی قضیه مشکله کړیده


ابتداییه محکمې د چارشنبې په ورځ د افغانستان د جمهورریس مرستیال جنرال دوستم اته تنه محافظان په غیاب کې محاکمه کړل، هر یو یې په اتو کالونو بند محکوم کړل.

د جوزجان پخوانی والي، احمد ایشچي د ابتدائيه محکمې په

فیصلې اعتراض کړیدی.

احمدایشچی وایي، دغه اته کسه محآفظآن او عسکر په جرم کې شامل دي، مگر دده اصلي مدعي جنرال دوستم، د جمهورریس اول مرستیال دی. نو دوستم باید زر تر زره د خپل جنایت سزا و وینی.

جنرال دوستم، په ابتدا کې، یعنی یوکال مخکې، د ایشچي ادعا سیاسي دسیسه گڼلې ده.

مونږ دغه مسله د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادیې د غړي، د سیاسي او حقوقي چارو تحلیگر سید خالد سادات سره مطرح کړه

سید خالد سادات وایي، د افغانستان د نافذه قوانینو په اساس د ایشچې اعتراض سم دی چې د قضې په ټولو اړخونه باید قانون تطبیق شي.

خو په اساسي قانون کې ابهاماتو ددغسې قضیو حل مشکل کړیدی.

په اساسي قانون کې د جمهورریس د محاکمې شرایط تعریف شویدی مگر مرستیال د محاکمې د شرایطو تعریف نشته دی. نو محاکمو ته ډیره مشکله ده چې موجوده قانون په جنرال دوستم باندی تطبیق کړي.

د سید خالد سادات سره د زیبا خادم بشپړه مرکه دلته اوریدلې شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:28 0:00

XS
SM
MD
LG