د لاس رسي وړ اتصالات

نادري: د نړیوالو متحدینو په وړاندې مسولیتونه منو


نادري :پر افغانانو باندې د شدیدو ترهگریزو بریدونو سره سره دوي ژمنه کړیده چې ماتې به ونه مني.
نادري :پر افغانانو باندې د شدیدو ترهگریزو بریدونو سره سره دوي ژمنه کړیده چې ماتې به ونه مني.

ځیني کارپوهان وایي د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ په ستراتیژۍ کې ملکي برخې ته زیات پام ندی شوی خو د افغانستان حکومت بیا وایي د ملکي ادارو د بهتره کولو او د اداري فساد ختمولو ته خاص پام کوي.

په واشنگټن کې د اټلانټک په څیړنیز مرکز کې د افغانستان د ملکي خدماتو د ادارې مشر نادر نادري خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ نوي ستراتیژي د افغانستان مشرتابه دیته مجبوروي چې د دولتي ادارو د کاري ظرفیت د لوړولو، د اداري فساد د ختمولو او عادي خلکو ته د اسانتیاوو برابرلو لپاره کار وکړي.

ښاغلي نادري د خپلې وینا په سر کې وویل چې هرڅو په افغانانو باندې ترهگرو حملې جاري ساتلي دي خو افغانانو هم ژمنه کړیده چې هغوي به ماتې ونه مني.

هغه وویل، «د افغانستان حکومت په دی پوهیږي چې نه یواځي په ملک کې دننه خلکو ته به ځواب وایي خو د خپلو نړیوالو متحدینو په وړاندی هم مسولیت لري.»

نادري : د نړیوالو متحدینو په وړاندې مسولیتونه منو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

هغه زیاته کړه چې افغان حکومت خپل ولس ته د عامه خدماتو د رسولو یو ښه میکنیزم جوړ کړیدی. تر اوسه پورې زمونږ په ملک کې بانفوزه خلک کولی شي چې په ادارو او په اشخاصو د خپل نفوذ د کارولو سره کارونه ترسره کړي خو مونږ دغه ختموو.

هغه وویل، « دا چې مونږ کوم کار ته ځانونه ژمن کړیدي مونږ وکولی شو چې د ملکي ادارو د لارې د اداري فساد، دخپلولۍ پالنې، او د سیاسي نفوذ د منگولو نه خپلې ادارې راخلاصې کړو.»
په غونډې کې بل گډونوال افغانستان ته د امریکا پخوانی سفیر جیمز کننگم و. هغه هم په دی ټینگار وکړ چې په افغانستان کې پر امنیت برسیره دا هم ډیره مهمه ده چې ادارې قوي شي او په شفافیت خپل کارونه ترسره کړي. خو هغه دا هم وویل چې دا د افغانستان د حکومت دپاره تر ټولو لوي چیلنج دی.

هغه زیاته کړه، «دا په اصولي توگه د افغانستان مسولیت دی، دا داسې څه نه دي چې امریکایان او یا بل څوک یې کولی شي. او زه چې په افغانستان کې وم ما ولیدل چې اوس افغانانو تر ډیره حده خپل مسولیت اخیستې دی.»

په دغې غونډې کې یوه بله برخه اخیستونکي ډاکټره وانډا بران چې د بروکنگز په څېړینیز مرکز کې د سیاسي چارو کار پوهه ده، وویل چې افغانان باید د خپل ملک د سمولو مسولیت په خپله واخلي.
افغانان باید ځان په دی پوهه کړي چې دا کار به ځان ته پخپله افغانان کوي.

هغې وویل، «زه اکثر د خپلو افغانانو ملگرو سره په دی خبره بحث کوم چې هغوي د افغانستان د ستونزو مسول پاکستان گڼي او په دی کې هیڅ شک نشته چې پاکستان په افغانستان کې مداخله کوي خو دا د افغانستان د حکومتدارۍ د نشتون او د سیاسي بهیر څرنگوالی دی چې طالبانو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې بیا ځانته ځای پیدا کړي.»

د غونډې په اخر کې ښاغلي نادري په ملکي ادارو کې د اصلاحاتو راوستلو په تړاو د افغانستان د حکومت ژمنه تکرار کړه او ویي ویل چې دا یو اوږد بهیر دی چې کار ورباندې پیل شوی دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG