د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال بهرامي: د داعش جنګیالي د پاکستان نه راځي


د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي د سه شنبې په ورځ (نومبر۲۱) په واشنګټن ډي.سي کې، اشنا تلویزیون ته وویل د افغانستان امنیتي ځواکونو په تیرو اته میاشتو کې سختې ستونزې وګاللې خو بلاخره يي د دښمن د هغو ستراتیژیکو هدفونو مخه ونیوله چې غوښتل يي د افغانستان په سرحدي ولایتونو او ولسوالیو، او په ځانګړې توګه په ختیځ او جنوب لویدیځ کې ځنو سیمو ته سقوط ورکړي.

افغان دولت وایي د داعش جنګیالي د پاکستان نه افغانستان ورځي
افغان دولت وایي د داعش جنګیالي د پاکستان نه افغانستان ورځي

جنرال بهرامي وایي د تیرکال په پرتلې سږکال په ښه وضعیت کې دي او د نړیوالو متحدینو سره په همغږئ د نوې ستراتیژۍ هدف هم همدا دی چې د دشمن د قوت اصلي هسته له منځه یوړل شي. جنرال بهرامي ددی پوښتنې چې آیا د جنګي جرم په کیدلو سره (که افغان وي یا بهرنی) د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان په غوښتنه به يي دجنګي جرمونو نړیوالې محکمې ته په سپارلو کې کمک وکړي؟ وایي دا همکاري حتمي ده.

جنرال بهرامي په افغانستان کې د داعش د ډلې قوت موندنې او وروستیو تهدیدونو په اړه وویل چې، د تورې بورې د سیمې په شمول، د هیواد په ډیرو ساحو کې یي وسله وال یاغیان مات کړي دي. جنرال بهرامي چې واشنګټن ته په رسمي سفر راغلی، وی ویل د داعش ډله د ګاونډي هیواد پاکستان لخوا یوه جوړه شوې تروریستي ډله ده چې غواړي د طالبانو د کمزوري کیدو په صورت کې په سیمه کې د فشار راوړلو دپاره بله وسیله ولري.

ښاغلي بهرامي پاکستان د افغانستان همیشنې دښمن وګڼو او وی ویل د افغانستان اردو ځوانه ده خو د خپلې خاورې د دفاع جوګه شوې ده. د جنرال طارق شاه بهرامي پوره مرکه دلته لیدلې شئ:

جنرال بهرامي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:33 0:00

XS
SM
MD
LG