د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د ترهګرۍ ضد جنګ اعلان کړ، افغانستان هم ورسره دی


د سعودي په مشرۍ اسلامي پوځي ایتلاف کې شاوخوا ۴۰ هېوادونه شامل دي
د سعودي په مشرۍ اسلامي پوځي ایتلاف کې شاوخوا ۴۰ هېوادونه شامل دي

د یکشنبې په ورځ د شاوخوا ۴۰ هیوادونو چې اکثریت يي مسلمانان دي، د ترهګرۍ ضد مبارزې دپاره سره ولیدل او وروسته يي په خبري کنفرانس کې خپل پلانونه څرګند کړل.

افغانستان هم د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد د دې"اسلامي نظامي ایتلاف" غړی دی او د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر جنرال طارق شاه بهرامي پدې غوڼډه کې ګډون کړی و.

د افغانستان د دفاع وزارت په خپله رسمي اعلامیه کې لیکلي چې د دفاع وزارت سرپرست وزیر بهرامي د اسلامي ایتلاف په کنفرانس کې ګډون او وینا کړې ده او په افغانستان کې يي د تروریزم پر موجودیت، د غیر انساني اعمالو او د ترهګرۍ د تمویل په منابعو خبرې کړي دي.

سعودي عربستان د یکشنبې (نومبر۲۶) وویل چې ددی ایتلاف د مرکزي قوماندانۍ جوړولو دپاره (۴۰۰ ریال) چې ۱۰۷ میلیون امریکایي ډالره کیږي، ورکړي، او وایي ددې ایتلاف جوړولو هدف دا ندی چې کوم سني فرقوي بلاک جوړ کړي، بلکې د غړو هیوادونو یوازنۍ وظیفه به دا وي چې د تروریزم سره مبارزه وکړي.

د ترهګرۍ ضد ایتلاف د نومبر په ۲۶ په ریاض کې اعلان شو
د ترهګرۍ ضد ایتلاف د نومبر په ۲۶ په ریاض کې اعلان شو

د ایتلاف هدف

د سعودي ۳۲ کلن شهزاده محمدبن سلمان غوڼډ پرانسته او وی ویل چې نوی اتیلاف به ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د اسلام نوم بد کړي. هغه وویل "د تروریزم او افراطیت ترټولو لوی خطر دادی چې د اسلام مقدس نوم بدوي او بلاخره زمونږ د ټولو أصول بد معرفي کوي. مونږ باید ددی اجازه ورنکړو چې زمونږ ښکلې دین بدنامه شي."

شهزاده محمد بن سلمان چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر هم دی، وی ویل "په تیرو لنډو کلونو کې، زمونږ د ټولو په هیوادونو کې ترهګري شوې ده او دا ډلې په ډیرو هیوادونو کې فعالیت کوي خو د همدغو إسلامي هیوادونو ترمنځ بیا سمه همکاري نه وه. خو نن دغه ایتلاف لرو. او نن د څلویښتو زیات إسلامي هیوادونه دا پیغام لري چې مونږ به ګډ کار او همکاري وکړو او د یو بل ملاتړ به کوو."

دا ایتلاف لمړی ځل دوه کاله پخوا د همدې شهزاده محمدبن سلمان لخوا اعلان شوی و. شهزاده بن سلمان د سعودي سلطنت یوه نوې واکمنه څیره ده چې د دفاع د وزیر په حیث وظیفه هم لري. سږکال، هغه ژمنه وکړه چې د سعودي ډیره محافظه کاره سلطنت به بیرته په یو مترقي او د زغم وړ اسلام په بڼه بدل کړي.

سره لدې چې جدي اقدامات باید وشي، مقاماتو وویل دا ایتلاف ددی زمینه برابروي چې غړي هیوادونه یو د بل سره د هغو ډلو پرضد جګړې کې همکاري وکړي چې دوئ يي ترهګر بولي.

د ترهګرۍ ضد اسلامي پوځي ایتلاف عمومي منشي ډګرجنرال عبدالله الصالح وویل "کله چې د ترهګرۍ ضد د إسلامي پوځي ایتلاف عمومي قومانداني په ریاض کې جوړه شوه، د سعودي شاهي سلطنت به يي لازمي اړتیاوې او ټول قانوني او ضروري پړاونه ترتیب وتنظیم کړي ترڅو ټاکلی دندې ته تیار شي."

پدې مرستې کې به نظامي ځواک، مالي کمک، اکمالات یا امنیتي تجربې شاملې اوسي او مرکز به يي په دایمي ډول په سعودي عربستان کې وي. دا اتیلاف به یوازی په نظامي، امنیتي او استخباراتي برخه کار نه کوي، بلکې کوشش به وکړي چې د ترهګرو مادي سرچینې او د سخت دریځۍ مفکوره هم له منځه یوسي.

د اسلامي نړۍ د اتحادېې رئیس محمد العیسی ګډونوالو ته وویل چې د ټولو هغو منظمو پلانونو پرضد به اقدام وشي چې په ټولنو کې د بی نظمۍ یا اندیښنې رامنځ ته کولو سبب کیږي چې د یوې خاصې عقیدې او مفکورې له مخې ملکیتونه ورانوي.

عراق او سوریه، چې د تیرو دری کلونو راهیسې د داعش د ډلې پرضد جنګیږي، ددی ایتلاف غړي ندي. او نه د سعودي سیال، ایران چې سعودي يي د ترهګرۍ په ملاتړ تورونوي، ددی ایتلاف غړیتوب لري. د ترهګرۍ ضد إسلامي پوځي اتیلاف قوماندان جنرال راحیل شریف وویل چې دا ایتلاف د ترهګرۍ ضد دی او د کوم خاص هیواد یا مذهبي فرقې پرضد ندی. قطر، چې د سعودي عربستان او عرب اتحاد لخوا د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د ترهګرۍ په همکارۍ تورن شوی و او منزوي شوی، په لمړي سر کې ددی ایتلاف غړی و، خو د یکشنبې په غونډه کې یي حضور نه درلود.

XS
SM
MD
LG