د لاس رسي وړ اتصالات

ایرلینډ افغانستان ته د کرکټ وروستۍ لوبه کې ماتې ورکړه


د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ټیمونه چې په دې روان کال کې ېې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی،په لومړي ځل د کرکټ د دریو یو ورځنیو سیالیو کې سره مخامخ شول. د شارچې په کرکټ میدان د د دریو لوبو لړۍ کې لومړۍ لوبه افغانستان ډیر په اسانۍ سره وگټله او د ایر لینډ ټیم ېې په سلو منډو وسوزه. د دې لوبې نه پس داسې باور کیده چې افغانستان به راتلونکې دوه لوبې هم په اسانۍ سره وگټي. خو هغسې ونشول.

ایرلینډ په دویمه لوبه کې د خپلې لومړۍ ماتې جبیره وکړه او افغانستان د بالنگ مقابله ېې په مهارت سره وکړه او افغانستان ته ېېیو پنځوس منډو ماتې ورکړه. په دې ماتې کې د افغانستان د توپ وهنې برخه ډیره گرمه وبلل شوه چې د کپتان اصغر ستانکزي په شمول د سر لوبغاړو سمه لوبه ونکړه او اسانه لوبه ېې بایلوده.

په دریمه او وروستۍ لوبه کې چې کله دواړه ټیمونه د یو یو بري سره مساوي و او هر یو دا هڅه کوله چې دا لوبه وگټي او د بري جام پورته کړي. خو افغانستان د پچې گټلو نه پس توپ وهنه غوره کړه. خو د رحمت شاه د ٦٦ او د راشد خان د ۴۴ منډو نه پرته نورو لوبغاړو خپل برخه لوبه ونکړه او ټول ټیم ١٧٧ منډو وسوزید.

ایر لینډ ټاکلی هدف د پینځو لوبغاړو په سوزیدو پوره کړه او د د بشپړ غړیتوب اخیستو نه پس د دواړو ټیمونو لومړۍ سیریز د ایرلینډ په گټه تمام شو.

XS
SM
MD
LG