د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په امنیتي ځواکونو بریدونه او د ۱۲ مظاهره کوونکو وژنه


دا مظاهرې د تیرې پنجشنبې په ورځ د اقتصادي مسایلو په ارتباط په مشهد کې پیلې شوې، خو ډیر ژر يي څو نورو ښارونو ته لمن وغزیده او یو شمیر مظاهره کوونکو د حکومت او د ایران د روحاني مشر آیات الله خامنیي پرضد شعارونه ورکول. پدې مظاهرو کې په سلګونو کسان توقیف شوي دي.

د ایران دولتي تلویزیون نن سهار خبر ورکړ چې تراوسه د حکومت ضد روانو مظاهرو کې لږترلږه دولس تنه وژل شوي دي او ځنی مظاهره کوونکي چې وسلې ورسره وی، کوشش یي کړې چې امنیتي حوزې او نظامي قطعات ونیسي.

په ورستیو راپورونو کې د ایران د پارلمان یو وکیل نن وویل، دا چې په ټول ایران کې د حکومت ضد مظاهرې دوام لري، تیره شپه دوه کسان په جنوب لویدیځ ښار ایزې کې ویشتل شوي او وژل شوي.

د مظاهرو اصلي علت، اقتصادي مسایل ګڼل کیږي
د مظاهرو اصلي علت، اقتصادي مسایل ګڼل کیږي

د ایلنا په نوم خبري اژانس د وکیل هدایت الله خادمي په قول لیکلي چې هغه پدې نه پوهیږي د وژنې مسؤلین به څوک وي. خو د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ مظاهره کوونکو ته خبردارې ورکړ چې په ټول هیواد کې د څلورمې ورځې لپاره د پرله پسې حکومت ضد مظاهرو ځواب به وګوري.

په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه او معلومات ښيي چې په تهران، سنندج، مشهد، ایلام، خرمداري او کرمانشاه کې د پنځمې پرلهپسې ورځې دپاره مظاهرې وشوې. په تهران کې د یکشنبې ورځې د مظاهرهچیانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وايي، مظاهرې د خلکو حق دی، خو هغه افراد او ډلې به ونه زغمي چې عامه شتمنۍ زیانمنوي. ښاغلي روحاني وویل"حکومت به په هیڅ ډول هغه ډلې ونه زغمي چې د عامه شتمنیو په خرابولو لاس پورې کوي یا د عامو خلکو ورځنی ژوند بی نظمه کوي او د خلکو ترمنځ هرج و مرج رامنځ ته کوي. زمونږ ولس هم دا نشي زغملی".

د امریکا جمهور رئیس ډانلدټرمپ هم د ایران حکومت پدې تورن کړ چې ولس يي بلاخره پدې خبره پوه شو چې حکومت يي شتمني لوټلې او په ترهګرۍ یي مصرف کړې. جمهور رئیس حسن روحاني يي بل ډول ځواب ورکړ او وی ویل"په امریکا کې دا سړی چې اوس غواړي زمونږ د خلکو سره همدردي وکړي، له یاده يي وتلي چې څومیاشتې مخکې يي د ایران ولس ترهګر بللی وه."

د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ ځنی انټرنټي شبکې، لکه انستاګرام او تیلی ګرام بند کړل. دولتي رسنۍ وویل چې دا کار یي د امن ټینګولو په نیت کړې دی. خو جمهور رئیس ټرمپ پدې اړه هم تیر ماښام جدي عکس العمل وښود:

د امریکا جمهور رئیس ډانلد ټرمپ د یکشنبې (دسمبر۳۱) په ماښام په تویتر ولیکل چې "ایران، چې د ترهګرۍ لمړنۍ تمویل کوونکی هیواد دی او په هر ساعت کې د بشري حقونو ډیرې سرغړونې کوي، اوس یي پر سوله ایزه مظاهره کوونکو انټرنټ هم بند کړ چې تماس ونشي نیول".

په ایران کې دا مظاهرې د ۲۰۰۹ کال کې د جمهوري ریاست د جنجالي انتخاباتو نه وروسته، د نارضایتی تر ټولو سترې مظاهرې دي. په مختلفو ښارونو کې د مظاهره کوونکو شمیر زرګونو ته رسیدلی، خو د حکومت لخوا په ځنو سیمو کې په تګ راتګ او د ځینو ټولنیزو انټرنټي شبکو بندولو سره، ژورنالستانو او خبري رسنیو ته هم د فعالیت ساحه محدوده شوې چې د روانو نا امنیو په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړي. اکثره مظاهره کوونکي د کمزوري اقتصاد او د بی روزګارۍ له امله د حکومت پرضد غږ پورته کړې.

تلویزیوني راپور يي دلته لیدی شئ:

په ایران کې مظاهرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

XS
SM
MD
LG