د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١٧ کال کې ټاکنې اصلاح نشوې


ډیپلوماټ امریکايي خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د افغانستان په انتخاباتي سیسټم کې ستونزو اوږدې مودې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړې او د دولت مشروعیت يې کمزوری کړی دی.

د افغانستان په انتخاباتي سیسټم کې د ستونزو د موجودیت په اړه د یو شمېر بهرنیو خپرونو تر لیکنو وروسته د دغه هېواد د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، کمېسیون او د حکومت رهبري د اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دي او په دې برخه کې مهم ګامونه هم اخېستل شوي دي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه، نېټه ترسره شي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه، نېټه ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلا جان عبدالبدیع صیاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۱۱» ازادي راډیو ته وویل:

"د کمېسیون رهبري ډېر څه کړي، په داخلي تشکیلاتي جوړښت کې ځينې اصلاحات راغلي دي، د کارکوونکو د ګمارنې په بهیر کې بدلون راغلی، دغه‌شان د حوزو راکمولو طرحه له دولت سره شرېکه شوې ده، کوم خیالي مرکزونه چې د زورواکو په کورونو کې موجود وو، هغه ټول دولتي تأسسیساتو ته انتقال شول او دا اصلاحات به دوام وکړي."

دا اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې ټاکل شوې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه، نېټه ترسره شي.

افغانستان پر ټاکنو د څار د سازمان مشر جانداد سپين غر
افغانستان پر ټاکنو د څار د سازمان مشر جانداد سپين غر

بلخوا د افغانستان پر ټاکنو د څار د سازمان مشر جانداد سپين غر امريکا غږ ته وويل:

٢٠١٧ کال د ټاکنو په برخه کې داسې کار ونشو چې د ټاکنو د اصلاحاتو، پر ټاکنو د خلکو د باور ،د یوې سياسي اجماع د رامنځته کيدو او راتلونکو ټاکنو ته د تیاريدو سبب شوی واې.

ښاغلي سپين غر زياته کړه،په تخنيکي برخه کې لازم نه پر مختگ خلک د ټاکنو د کميسيون پر ظرفيت شکمن کړل.

څه بايد وشي چې د ټاکنو په پروسه کې اصلاحات راشي راتلونکې ټاکنې ښې تر سره شي؟

د افغانستان پر ټاکنو د څار د سازمان مشر جانداد سپين غر امريکا غږ سره په مرکه کې دا او ورې پوښتنې ځواب کړي دلته يي اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:57 0:00

XS
SM
MD
LG