د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١٨ کال کې افغانستان د کرکټ څومره سیالۍ لري؟


د نوي عیسوي کال ٢٠١٨ پیل به د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سره کیږي چې د جنوري په دیارلسمه به افغانستان د پاکستان سره نیوزي لینډ کې کیدونکي نړیوال جام کې مخامخ شي. د شپاړلسو ټیمونو په نړیوال جام کې افغانستان سره گروپ کېپاکستان نه علاوه سري لنکا او ایر لینډ هم ملگري دي .د افغانستان او سري لنکا سیالي د جنوري په اوولسمه او د ایرلینډ سره سیالي د جنوري په شلمه نیټه ده.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د فبروري په میاشت کې د زمبابوې سره د اتو سیالیو سیریز لري چې احتمال دی د فروري په پینځمه نیټه په شارجه کې پیل شي. دواړه ټیمونه به درې شل اوریزې او پینځه یو ورځنۍ سیالۍ کوي. افغانستان زمبابوې ته په تیرو دوه کلنو کې د کور دننه او بهر سیریزونو کې پرله پسې ماتې ورکړې ده.

سږ کال به د کرکټ مینه وال محمد شهزاد بیا د لوبې میدان کې وویني
سږ کال به د کرکټ مینه وال محمد شهزاد بیا د لوبې میدان کې وویني

ټاکل شویده چې د مارچ په میاشت کې په زمبابوې کې د کرکټ د دوه زره نولسم کال د نړیوال جام دپاره د غوراوړي سیالۍ په زمبابوې کې وشي. چې دې کې به لس ټیمونه برخه اخلي .چې څلور پکې د اولې درجې ټیمونه دی. افغانستان ویسټ انډیز ،ایرلینډ اوکوربه زمبابوې نه علاوه به شپږ د دویمې درجې ټیمونه په یو ورځنیو سیالیو کې برخه اخلي چې د ټورنامنټ د سر دوه ټیمونه بل کال انگلستان کې کیدونکي نړیوال جام کې د لسو ټیمونو په قطار کې ځای مومي. افغانستان د ٢٠١٥ د یو ورځني کرکټ سیالیو جام کې برخه اخیستې وه. دا به ېې دویم ځل وي چې د دې جام په ټیمونو کې ځای مومي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به سږ کال د کرکټ د اسیا جام په سیالیو کې لوبیږي. افغانستان نه علاوه هند بنگله دیش پاکستان او سري لنکا د اسیا د اولې درجې ټیمونه پېک برخه اخلي.د اسیا جام وخت او ځای لا نه دی معلوم. افغانستان د اسیا جام د ٢٠١۴ په سیالیو کې بنگله دیش کې لوبیدلی و. د ٢٠١٨ کال د اسیا جام د ځای په سر د هند او پاکستان ترمنځ جنجال روان دی. داسې ویل کیږي چې اسیا جام به جون یاستمبر کې وشي.

افغانستان د کرکټ ملي ټیم به سږ کال د نوي روزونکی فېل سیمنز په لارښونه لوبې کوي
افغانستان د کرکټ ملي ټیم به سږ کال د نوي روزونکی فېل سیمنز په لارښونه لوبې کوي

همداراز د افغانستان او بنگله دیش ترمنځ هم د ملي ټیمونو د سیالیو په سر خبرې روانې دي چې لا نهايي شوي نه دي. افغانستان او بنگله دیش ترمنځ یو ځل د دریو سیالیو سیریز شوی دی. همدا شان دواړه ټیمونه درې ځله نورو نړیوالو سیالیو کې سره مخامخ شوي.

د کرکټ د بشپړ غړیتوب او د کرکټ د ټیسټ درجې اخیستو نه پس افغانستان به خپله لومړۍ ټیسټ لوبه د هند سره کوي. د هند کرکټ بورډ دا لوبه د ځان دپاره ویاړ بللې او ویلي چې د هند او افغانستان د دوستانه اړیکو تقاضه دا ده چې افغانستان خپله لومړۍ ټیسټ لوبه هند سره ولري. د لوبې ځای او وخت نه دی ټاکل شوی. همداراز اسټرالیا هم د افغانستان سره د ټیسټ لوبې دپاره اصولي هوکړه کړې .خو د زمان او مکان باره کې لا فیصله نه ده شوې.خو احتمال دی چې همدې٢٠١٨ کال وشي.

دې نه علاوه د افغانستان کرکټ بورډ په وینا د افغانستان د ځوانانو کرکټ ټیم ایمرجینگ یا الف ټیم به دې کال کې د هند سري لنکا جنوبي افریقا او بنگله دیش سرهد کرکټ یو شمیر سیالۍ ولري. د افغانستان د نولس کلنو لوبغاړو ټیم به د اسیا جام سیالیو کې گډون کوي. د اسیا د ایمرجنگ کپسیالیو کې هم افغانستان گډونوال دی. د دې سیالیو وخت او ځایونه بهنیزدې راتلونکې کې معلوم شي.

د افغانستان کرکټ بورډ سږ کال د افغانستان پریمیر لیگ په نوم د تجارتي سیالیو تابیا لري
د افغانستان کرکټ بورډ سږ کال د افغانستان پریمیر لیگ په نوم د تجارتي سیالیو تابیا لري

همداراز سږ کال د کرکټ بورډ په وینا افغانستان پریمیر لیگ کرکټ تجارتيسیالیو دپاره هم تابیا نیول شوې چې په لومړي ځل به عربي اماراتو کې د افغانستان پریمیر لیگ لوبې ترسره کیږي. چې احتمال دی د اکتوبر میاشت کې وشي.

دې نه علاوه د کرکټ په نړیوالو تجارتي لیگونو لکه د هند ای پي ایل. د ویسټ انډیز سي پي ایل،د بنگله دیش بي پي ایل او نورو لیگونو کې افغان لوبغاړي ولوبیږي. دې کال کې به د افغانستان دکرکټ د مینه والو دپاره یو زیری دا هم وي چې افغان توپ وهونکی وکټ ساتونکی او د کرکټ د میدان ښکلا محمد شهزاد به بیا د مینه والو مخکې لوبیږي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG