د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د قالینو صنعت د ستونزو سره مخ دی


په کندوز کې د قالین اوبدونکو د ټولنې مشر عبدالله وايي چې پخوا دوي هر کال ۱۰۰ زره متره قالین اوبدلې خو اوس دغه کچه تر پخوا له نیمايي هم راټیټه شوې ده، هغه زیاتوي چې دوي په هیواد کې دننه د قالین اوبدلو لپاره خام مواد نه لري نو ځکه یې اوس خلک نه اوبي.

عبدالله زیاتوي چې دولت ورسره د قالین اوبدونکو لپاره د ښارګوټې د جوړیدو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې هیڅ معلومات نه کیږي، هغه وايي چې اکثر ترکمن خلک چې د قالین اوبدلو له لارې ژوند پر مخ وړي، او اکثر ترکمن خلک چې په وطن کې ورته د اوسیدو سهولتونه نشته، په پاکستان کې اوسیږي او د پاکستان حکومت ورته سهولتونه هم ورکړي نو ځکه خپل هیواد ته نه راستنیږي.

عبدالله وايي چې خارجي سوداګرو اوس له دوي سره د قالینو تجارت راکم کړی دی. : (( خارجي سوداګرو چې به زمونږ قالین اخیستې اوس یې نه اخلي، او کم شوي دي، پخوا مو زیات تولید درلوده او د قالینو بهرنی مارکیټ هم ښه و، په هغه وخت کې هر قالین اوبدونکي په یو متر کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې افغانۍ عاید درلوده خو اوس دغه عاید ۸۰۰ افغانۍ ته راټیټه شوې ده.))

پاکستان کې میشت افغان قالین اوبدونکي چې حکومت ورته سهولتونه هم ورکړي خپل هیواد ته نه راستنیږي
پاکستان کې میشت افغان قالین اوبدونکي چې حکومت ورته سهولتونه هم ورکړي خپل هیواد ته نه راستنیږي

قالین اوبدونکي وايي چې د خامو موادو نشتوالی او ناامني ددې سبب شوې چې ددوي کاروبار زیانمن کړي، دوي وايي چې کاروبار یې تر نیمايي زیات راکم شوی دی. او ددوي زیات قالین اوبدونکي اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

عبدالرحمن چې د قالین پلورلو دوکان لري هغه وايي چې د وطنيو قالینو داخلي بازار هم خراب شوی دی هغه وايي: (( وطني قالین یوه تخته په ۲۵ زره افغانۍ ده، او خارجي قالین چې په مشین اوبدل کیږي، په پنځه زره افغانۍ پلورل کیږي نو وطنۍ قالین څوک نه اخلي.))

د سوداګرۍ او صنایعو د چارو مسولین وايي چې د کندوز پر سوداګریزو چارو او اقتصادي بنسټونو باندې ناامنۍ منفي اغیز کړی، دوي وايي چې بهرني او داخلي سوداګر د یوې سیمې حالاتو ته په پاملرنې سره خپل کاروبار جوړوي.

که په کندوز او نورو شمالي ولایتونو کې د قالین اوبدونکو لپاره ښارګوټي جوړ شي او د خامو موادو په تهیه کولو کې ورته استانتیا برابره شي، کیدای شي یو ځل بیا افغانستان د لاسي قالینو د تولیدونکي هیواد په نوم مشهور شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG