د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: چین د شمالي کوریا د منزوي کولو لپاره ډیر څه کړي دي


له امریکا غږ سره په خپلې لومړنۍ مرکې کې مایک پنس د شمالي کوریا د اټومي لانجې پر سوله ایزې حل لارې خبرې کړي دي.
له امریکا غږ سره په خپلې لومړنۍ مرکې کې مایک پنس د شمالي کوریا د اټومي لانجې پر سوله ایزې حل لارې خبرې کړي دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال وایې چې واشنګټن تر هغه څه زیات له امریکایانو څخه د دفاع وس او توان لري چې شمالی کوریا یې فکر کوي.

مایک پنس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي دي چې که شمالي کوریا خپل اټومي او راکټي پروګرام بند کړي، له پیونګ یانګ سره د روانو ستونزو لپاره د یوې سوله ایز حل لارې د موندلو فرصت رامنځته کیدای شي.

د ښاغلي پنس په وینا چین د شمالي کوریا پر وړاندې زیات اقدامات کړي دي، "دوي [چین] په اقتصادي او دیپلوماتیک لحاظ د شمالي کوریا د منزوي کولو لپاره ډیر څه کوي."

له ښاغلي پنس سره د امریکا غږ د خبریالې ګرېټا ون سسټرون بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.

د امریکا د ولسمشر له مرستیال سره ځانګړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

XS
SM
MD
LG