د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: ځنې هیوادونه د ګاونډیانو په بی ثباته کولو ځان نشي خوندي کولې


جوادظریف د ویانا په کوبورګ هوټل بالکن کې د ۱+۵ مذاکراتو په وخت.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف مستقیم د کوم هیواد نوم ذکر نه کړ، خو تر دی تازه څرګندونو مخکې، د ایران دولتي رسنیو سعودي عربستان او د نړۍ ځنی ځواکمن هیوادونه د ایران په حکومت ضد مظاهرو کې په لاس وهنه تورن کړي وو.

ښاغلي ظریف نن د امنیت په یو کلني کنفرانس کې په ډيرو مسایلو خبرې وکړې، یو له هغې يي په سوریه کې د امریکا حضور د سیمې د بی ثباته کیدو باعث وګڼو. هغه د دوشنبې (جنوري ۸) په تهران کې د امنیت په کلني کنفرانس کې وویل هیڅ هیواد د خپلو ګاونډیانو په بی ثباته کولو سره خپل ځان نشي خوندي کولې. د هغه په باور دا د نن عصر په نښتي جهان کې یو خطرناک تصور دی.

د سپینې ماڼۍ مخې ته د ایراني الاصله امریکایانو لاریون
د سپینې ماڼۍ مخې ته د ایراني الاصله امریکایانو لاریون

ښاغلي ظریف وویل دا ډول کوشش چې د بل ګاونډي په بی ثباته کولو کې خپل امنیت ترلاسه کړي، د هغه چا نظرونه دي چې د ګاونډیانو لپاره جګړه او وینه تویدنه غواړي، خو د ګاونډیانو تر اغیزمن کیدو به مخکې، پخپله بی ثباته شي.

د ایران دولتي تلویزیون سعودي عربستان پدې تورن کړی چې په ایران کې نا امنیو ته لمن وهي. او وزیر جواد ظریف بیا په امریکا لدې امله انتقاد وکړ چې په سوریه کې حضور لري او دا کار د ورانۍ او اختلافاتو زیاتو سبب کیږي. ظریف وایي "امریکا لاهم په سیمه کې عیني واقعیتونه له پامه غورزوي. دوئ تراوسه په سوریه کې په غیر قانوني ډول حضور ته دوام ورکوي او لاهم خپلو ویجاړونکو او د اختلاف زیاتیدونکو پالیسو ټینګار لري."

خو د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي.آی.ای) رئیس مایک پمپیو د یکشنبې (جنوري ۷) د فاکس نیوز سره په مرکه کې د ایران په هرډول نا امنۍ او بی ثباته کولو کې د خپلې ادارې لاس وهنه رد کړه، مګر د نا امنۍ زیاتیدو وړاندیونه يي وکړه. ښاغلي پمپیو وویل چې په ایران کې اقتصادي وضعیت ښه نه دی او همدا کار ددی سبب شوی چې خلک سرکونو ته راوځي.

د یوې اونۍ زیاته موده شوه چې په ایران کې نا امني ده، او د ایراني مقاماتو په وینا دوه ویشت کسان وژل شوي او د زرو زیات کسان نیول شوي دي. د حکومت ضد په زرګونو مظاهره کوونکي د اتیا زیاتو ښارونو او کلیوالو ناحیو کې راوتلي او د بی کارۍ او اقتصادي نا انډولتوب په وړاندې خپل قهر څرګندوي.

په تهران کې د جنوري په ۵ مظاهره کې د امریکاضد شعارونه هم ورکړل شوو
په تهران کې د جنوري په ۵ مظاهره کې د امریکاضد شعارونه هم ورکړل شوو

جمهور رئیس ټرمپ څو ځلي په ټویټونو کې په ایران کې د حکومت ضد مظاهره کوونکو حمایت کړې دی. خو دلته په کور کې جمهور رئیس ټرمپ د هغه مهلت پوره کیدو ته نژدې شوی چې باید د همدې میاشتې تر نیمایې پورې معلوم کړي چې په ایران د امریکا ځنی لری کړل شوي بندیزونه په موقتي توګه کم ساتي که بیرته يي پری لګوي؟ کانګرس ځکه د جمهور رئیس ټرمپ نه ددی اقدام لپاره په بیړه دی چې: عراق خبر ورکړی چې د شمالي ښار کرکوک نه به د همدې جنوري میاشتې تر پایه پورې ایران ته د خامو تیلو صادرات پیل کړي.

عراق او ایران غواړي د ټانکرونو پرځای په یو لوی پایپ لاین جوړولو کار وکړي
عراق او ایران غواړي د ټانکرونو پرځای په یو لوی پایپ لاین جوړولو کار وکړي

د عراق د تیلو وزیر جبار الاوبي د یکشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته وویل چې عراق به د ایران کرمانشاه تصفیه خانو ته په ورځ کې شاوخوا دری سوه زره بیرله تیل صادر کړي. عراق او ایران موافقه کړې چې په ورځ کې تر شپیته زره بیرله خام تیل د عراق له کرکوک ښار نه ایران ته انتقال کړي. او کوشش کوي چې د ټانکرونو پرځای په یو لوی پایپ لاین جوړولو کار وکړي چې تیل په خوندي ډول صادر شي.

XS
SM
MD
LG