د لاس رسي وړ اتصالات

مومند:له پاکستانه د افغان مهاجرینو وتو کې د افغانستان گټه ده


پاکستان پخپله خاوره میشت افغان مهاجرینو ته د یوې میاشتې مهلت ورکړیدی چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شی. په تیرو څو کلنو کې په کراتو کراتو داسې امرونه الو مهلتونه اوریدل شوي چې پاکستان افغان مهاجرینو ته د وتلو نیټې او د پاتې کیدو وختونه ټاکي.خو تر اوسه پاکستان پخپله وینا عمل نه دی کړی.

په دې اړه اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د مهاجرینو د چارو پخواني مسول او افغان دیپلومات ښاغلي مصري خان مومند ویلي دي چې پاکستان د زړه نه غواړي چې افغانان له پاکستانه ووځی،ځکه چې د ښاغلي مومند په وینا افغانان پاکستان ته د لکونو ډالرو گټه رسوي. پاکستان په اقتصاد کې د افغانانو ډیر مهم رول دی.

ښاغلي مومند دا هم وویل چې یوازې هغه افغانان چې بهر نه پاکستان ته پیسې رالیږي،هغوي هم که خپلې پیسې د پاکستاني بانکونو نه وباسي. پاکستان د مالي بحران سره مخ کیږي.

د ېوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي مومند وویل چې افغان دولت زیات شمیر کې د مهاجرینو ستنیدو ته اندیښمن په دې سبب دی چې ځای په ځای کولو امکانات نه لري خو که چرې افغانستان له پاکستانه د افغانانو د ستنیدو درک کړي ،نو یوه ورځ به ېې هم پاکستان کې پرې نږدي.

XS
SM
MD
LG