د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او هند د کرکټ ټیسټ سیالۍ ځای او نیټه اعلان شوه


د هند په نوي ډیلي کې د هند او افغانستان د کرکټ بورډ د مشرانو په شریکه غونډه کې د دواړو هیوادونو د کرکټ ټیمونو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ سیالۍ نیټه او ځای اعلان شو. د اعلان په اساس افغانستان د کرکټ ملي ټیمبه د دې کال د جون په میاشت کې هند ته سفر کوي او د کرناټکا ایالت په بنگلور ښار کې د جون د څوارلسمې نه تر اتلسمې پورې د کرکټ ټیسټ یا پینځه ورځنۍ سیالي کوي.

هند د وخت د کرکټ د ټیسټ سیالیو په لړ کې د نړۍ په ټیمونو کې لومړی مقام لري او د افغانستان د کرکټ د ټیسټ لوبې کولو وړاندیز هم پخپله د هند کرکټ بورډ سرپرست امیتاب چوهدري د دوشنبې په ورځ ( ډسمبر۱۰) په نوي ډیلي کې دا اعلان وکړ. هغه وویل چې افغانستان له ډېره وخته دا غوښتنه لرله او هند هم ومنله.

نوي ډهلي کې د افغانستان او هند د کرکټ بورډ مشرانو غونډې کې د ټیسټ سیاۍ نیټه اعلان شوې
نوي ډهلي کې د افغانستان او هند د کرکټ بورډ مشرانو غونډې کې د ټیسټ سیاۍ نیټه اعلان شوې

د یادونې وړ ده چې افغانستان تیر کال د جون په میاشت کې د کرکټ ټیسټ درجه او د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب واخیست او اوس به یو کال پس عملا د کرکټ کرکټ سیالي هم وکړي. د کرکټ په لوبه کې د ټیسټ لوبه خورا زیات حیثیت لري.ځکه چې د کرکټلوبغاړو ټول مهارت او کمال ،صبر او حوصله،تدبیر او زیرکتیا په ټیسټ لوبه کې معلومیږي.

د افغانستان کرکټ ټیم دا وخت د کرکټ په شل اویزو سیالیو کې په نهم مقام او پنځوس اوریزو کې په یولسم مقام دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG