د لاس رسي وړ اتصالات

گارنيزون قوماندان: خصوصي شرکت ته د کانتيننتل هوتل امنيت سپارلو نه خبر نه و


د کابل گارنيزیون قوماندان جنرال افضل امان دا مني چې د ښار امنيت د دوي مسووليت دی خو د پوليسو او اردو په همغږۍ دوي خپله دنده پر مخ بيايي.

د کابل د گارنيزیون قوماندان جنرال افضل امان امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل، د گار نيزیون يوه دنده د اوپراسيوني مسايلو همغږي ده خو دی د پيښې تر شيبې خبر نه و چې د انتر کانټینیټل هوټل امنيت ، امنيتي شخصي کمپنۍ ته سپارل شوی او له دوي سره دا مسله همغږی شوی نه وه.

د کابل د گار نيزيون قوماندان له نورو امنيتي ادارو هيله لري چې د ښارونو د امنيت د ټينگښت په خاطر بايد سره همغږي اوسي تر څو د دا ډول پيښو مخنيوې وشي.

د پيښې د جزئياتو په اړه امريکا غږ سره د کابل د گارنيزيون د قوماندان جنرال افضل امان مرکه دلته اوريدلائ شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00

XS
SM
MD
LG