د لاس رسي وړ اتصالات

یو نیم لک نه زیات محصلین شخصي پوهنتونو کې زدکړې کوي


د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري د یکشنبې په ورځ د شپږو خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته په لومړي ځل د دغه وزارت له خوا د ډیپلومونو د ورکولو په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې افغانستان کې په تیرو شپاړسو کلونو کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو شمیر ته په کتنې، وویل نور هغه وخت تیر شوی، چې په کې یوازې د محصلینو شمیر زیاتیدو ته پاملرنه کیدله.

ښاغلي خواجه عمري وویل " د نوې کړنلارې له مخې یوازې هغه ادارې او بنسټونه کولی شي، د لوړو زده کړو وزارت او د کار په بازار کې ځای خپل کړي، چې د پيژندل شوو سټنډردونو له مخې فعالیت وکړي".

د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې اوسمهال د خصوصي پوهنتونونو او موسسو په ۴۳۱ پوهنځیو کې یو سل او شپیته زره څلور څلویښت محصلین په زده کړو بوخت دي.

هغه په خصوصي پوهنتونونو اود لوړو زده کړو موسسو کې په زیات شمیر محصلینو شاملیدو ته په پاملرنې وویل چې دا کار د لوړو زده کړو د وزارت مسولیت لا زیات کړی، چې فارغانو ته د ډیپلوم د ورکولو په برخه کې خپله څارنه زیاته کړي او د یو ټاکل شوي معیار پر اساس هغوی ته ډیپلومونه ورکړي.

یکشنبې په ورځ په لومړي ځل د کاردان، خاتم النبیین، رڼا، سلام، کاروان او مشعل پوهنتونونو فارغانو ته دیپلومونه ورکړل شول. تمه چې د دعوت، حکیم ثنایي بغلان او باختر پوهنتون محصلین به هم په راروانو دوو ور ځو کې د فراغت اسناد تر لاسه کړي.

د کاردان، خاتم النبیین، رڼا، سلام، کاروان او مشعل پوهنتونونو فارغانو ته دیپلومونه ورکړل شول
د کاردان، خاتم النبیین، رڼا، سلام، کاروان او مشعل پوهنتونونو فارغانو ته دیپلومونه ورکړل شول

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو د ټولنې رئیس شفع نعیمي دې غونډې ته په وینا کې د هغو ستونزو یادونه وکړه، چې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې ورسره مخ دي.

ښاغلي نعیمي، د څیړنو په برخه کې نیګړتیاوې، امنیتي وضعیت خرابوالی او په ناامنو ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو د امکاناتو نشتون، د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د مالي منابعومحدودیت او په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د حصلینو د جذب محدودیت د هغو ستونزو په ډله کې یاد کړل، چې دا موسسې ور سره مخ دي.

خو ددغو یادونو سره سره د د لوړو زده کړو په وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو رئیس محمد امیر کاموي وویل، چې د لوړو زده کړو هره موسسه چې د زده کړو معیار یې ټیټ وي او د افغانستان د لوړو زده کړو د بدنامۍ سبب ګرځي دا وزارت به یې پر وړاندې په کلکه ودریږي.

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو رئیس وویل، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت یوازې د خصوصي پوهنتونونو ترمنځ سالم رقابت ملاتړ کوي. د افغانستان اساسي په قانون کې دولت خلکو ته د لیسانس ترکچې په وړیا توګه د زده کړو په برابرولو مکلف شوی دی، خو په تیرو اولسو کلونو کې په دغه هیواد کې د خصوصي پوهنتونونو شمیر په ډیره چټکتیا سره زیات شوی، چې اوسمهال یوازې په کابل کې تر اویاوو پورې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي.

د خصوصي پوهتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د زده کړو د ټیټ کفیت او د زده کړو د فیس د لوړوالي څخه اکثره ځوانان شکایت لري. د افغانستان په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د محصلینو د جذب کموالی هرکال زیات شمیر ځوانان په خصوصي پوهتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د زده کړو ته اړ باسي.

XS
SM
MD
LG