د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مهاجرت په قوانینو کې د لویو بدلونونو احتمال


په زرګونو ځوانان د امریکا نه د غیرقانوني اوسیدو له امله د شړلو د خطر سره مخامخ دي
په زرګونو ځوانان د امریکا نه د غیرقانوني اوسیدو له امله د شړلو د خطر سره مخامخ دي

د امریکا د سنا مجلس د دوشنبې (فبروري ۱۲) د مهاجرت په موضوع غور پیلوي. د مهاجرت اصلاحات داسی موضوع ده چې د امریکا کانګرس د لسیزو راهیسې په وضاحت نده څیړلې.

کانګرس کې دواړه ګوندونه ( جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان) وایي که سپینه ماڼۍ زیاته مداخله ونکړي شاید د مهاجرینو په ارتباط داسی یوې تاریخې فیصلې ته سره ورسیږي چې د هرې کټګورۍ مهاجرینو دپاره به پکې سهولت رامنځ ته شي. د جمهور رئیس ټرمپ وایي پکار ده چې په کانګرس کې د دواړو ګوندونو استازي په یو هراړخیزه پلان ګډ کار پیل کړي.

۱٫۸ میلیونه غیرقانوني مهاجرین امریکا ته په ماشومتوب کې راغلي
۱٫۸ میلیونه غیرقانوني مهاجرین امریکا ته په ماشومتوب کې راغلي

د کانګرس یو شمیر استازي هم غواړي چې په قانوني مهاجرت کې محدودیتونه او بدلونونه رامنځ ته شي. دا اقدام به کیدی شي د افغانانو په شمول په هغو خلکو هم لوی اغیز وکړي چې د نړۍ د مختلفو برخو نه امریکا ته د راتلو هیله لري.

تیره اونۍ، د امریکا د حکومت دپاره د دوه کلن مالي تمویل وروسته، د سنا مجلس اوس د مهاجرت په موضوع بحث کول غواړي. دیموکرات سناتورډک دُربن بحث به پیل شي او روانه اونۍ به ډیره تاریخي وي.

جمهور رئیس ډانلدټرمپ تیره اونۍ ددی بحث دپاره ځکه زمینه برابره کړه چې په ماشومتوب کې امریکا ته د راغلو بی اسنادو کډوالو دپاره يي د موقتي قانوني اوسیدو یو پروګرام بند کړ. دا پروګرام د ډاکا په نوم دی. ټرمپ کانګرس ته د مارچ تر پنځمې وخت ورکړ چې دا ستونزه حل کړي. خو سناتورډک دُربن وایي د مارچ په پنځمه به په أوسط ډول هره ورځ زر ځوانان د پاتې کیدو مصونیت او په امریکا کې د قانوني کار کولو جواز له لاسه ورکړي.

په کانګرس کې د دواړو ګوندونو استازي وایي چې ځوان مهاجرین به امریکا کې د خپلو هیلو پوره کیدلو یو چانس مستحق دي. یو جمهوري غوښتونکی سناتور جیمز لانکفورډ وایي د اوسیدو قانوني جواز ترلاسه کول د هغو افرادو دپاره یو فرصت دی چې په امریکا کې لوی شوي دي او د پوره فعالیت کولو وړ دي.

خو جمهور رئيس ټرمپ د ډاکا پروګرام نه پورته نور إصلاحات هم غواړي. جمهور رئیس ټرمپ ویلي «مونږ په سرحد کې دیوال غواړو. مونږ به دا دیوال جوړو. مونږ د مهاجرت د قانوني، پرمختللي او مصونه سیستم رامنځ ته کولو دپاره دری لمړیتوبونه مشخص کړي دي: سرحدي امنیت، د خپلوانو سپانسرشپ ختمول، او د بی معنی لاټري ویزې فسخه کول.»

د مکسیکو او امریکا په سرحد د دیوال سربیره، ټرمپ غواړي امریکا ته د نړۍ د مختلفو برخو نه د راتلونکو مهاجرینو شمیر کم کړي او هغه کټګوري لمړۍ درجه مستحقه وګڼي چې پرمختللی تجربه لري.

ټرمپ غواړي د مکسیکو سره سرحدي دیوال جوړ کړي
ټرمپ غواړي د مکسیکو سره سرحدي دیوال جوړ کړي

خو دیموکراتان د معمولي موافقې په تمه دي چې د ډاکا پروګرام کسان ته قانوني استوګنه ورکړل شي او د امریکا سرحدي امنیت دی یو څه زیات ټینګ شي. په سنامجلس کې د دیموکراتانو مشر چک شومر پدې باور دی چې د دواړو اړخونو ترمنځ یو نیت شته او دواړه مجلسونه غواړي چې د ډاکا پروګرام او سرحدي امنیت موضوع حل شي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند مشرتابه وکیلان وایي د مهاجرت اړوند اصلاحاتو ته د ټرمپ پیشنهادونه سم دي. جمهوري غوښتونکی سناتور جان کورنین وایي جمهور رئیس ټرمپ داسی یو خدمت کړې چې جمهور رئیس أوباما هیڅ کله ونکړ. د سناتور کورنین په وینا ټرمپ د یو اعشاریه اته میلیون ځوانانو دپاره چې د ډاکا په پروګرام کې شامل دي، د امریکا د تابعت اخستلو دپاره يي ورته زمینه جوړه کړه چې دا ډیر سخاوتمندانه وړاندیز دی.

خو پوښتنه داده چې د سنامجلس به بلاخره څه شی تصویبوي؟

په سنامجلس کې دیموکراتان کوشش کوي د ډاکا پروګرام قانوني شي
په سنامجلس کې دیموکراتان کوشش کوي د ډاکا پروګرام قانوني شي

په سنامجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مکونیل وایي د کومې مشخصې نتیجې تضمین نشي کولې، خو وایي پدې پدې موضوع لوی اکثریت د غور پلويکوي. سناتور مکونیل وایي د ټولو غاړو دپاره د شفافې پروسې ډاډ ورکوي او ددی کار أراده هم لرم.

مچ مکونیل د یو ازاد بحث کولو ژمنه هم وکړه. پدې معنی چې وخت به محدود نه وي او سناتوران به وکړې شي چې د بحث دپاره بی شمیره پیشنهادونه مطرح کړي. خو هره فیصله چې سنا مجلس وکړي باید د استازو له مجلس نه تایدي واخلي او بلاخره جمهور رئیس ټرمپ يي توشیح کړي.

سناتورمکونیل ویلي چې د دوشنبې ماښام (فبروري۱۲) به د کانګرس غړي یوه رایګیري وکړي چې معلوم کړي په مهاجرت بحث وشي که نه. داسی ښکاري چې ټول کانګرس غواړي بحث پیل شي، خو که پیل شو نو ددی دپاره چې هر اړخ (دیموکراتان، جمهوري غوشتونکي او سپینه ماڼۍ زیات پيشنهادونه او طرحې لري) په اونیو وخت به ونیسي چې یوې مشترکې موافقې ته سره ورسیږي او بیا هغه د قانون په بڼه رایګیري ته کیږدي.

خو که حتی د ډاکا پروګرام دپاره منظوري ترلاسه شي، جمهور رئیس ټرمپ وایي په بدل کې يي باید کانګرس د هغه د پيشنهاد دپاره ۲۵ میلیارده ډالره ورکړي چې د مکسیکو په دیوال جوړولو او د مهاجرت په اړوند لګښتونو يي مصرف کړي.

ددی راپور ویدیویي بڼه دلته لیدلې شئ:

د امریکا د مهاجرت په قوانیونو کې احتمالي بدلون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

XS
SM
MD
LG