د لاس رسي وړ اتصالات

د گوزڼ ضد واکیسن نوی کمپاین پیل شو


د افغانستان د عام روغتیا وزارت وايي چې په ټول هېواد کې یې د پولیو د له منځه وړلو په موخه پینځه ورځنی کمپاین پیل کړی چې څه کم لس ملیون ماشومان به پکې واکسین شي.

په داسې حال کې چې د هيواد ۹۸ سلنه سيمې د پوليو له ويروسه پاکې شوي؛ خو د هيواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې د پوليو کمپاين پر وړاندې خطرات ډېر شوي دي.

د يادولو وړ ده، چې روان ميلادي کال ټول هيواد کې د پوليو درې مثبتې واقعې ثبت شوي، چې دوه يې کندهار او يوه يې هم ننګرهار ولايت کې دي.

د فبرورۍ په دولسمې په ټول افغانستان کې د پوليو يا گوڼ پر ضد کمپاين پیل شو چې د روانې مياشتې تر شپاړسمې به دوام ولري نوشابې اشنا د عامې روغتيا وزارت د واکسين د برخې یو تن مسوول ډاکتر محمد راسخ سره مرکه کړې ، هغه لمړې د کماين د څرنگوالي په هکله غږيدلې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:11 0:00

XS
SM
MD
LG