نامتو ساينسپوه سټيفن هاوکينګ چې د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو، یو وتلی فزیک پوه و چې د فضایي تحقیقاتو په برخه کې یې زیاتې لیکنې کړي او ډېر کتابونه یې په دې اړه ليکلي او چاپ شوي دي.
د ساينس ، په ځانگړې توگه د فزيک په برخه کې د سټيفن هاوکينګ په نظرياتو او لاسته راوړنو امريکا غږ د کابل پوهنتون د فزيک پوهنځي له استاد فزيک پوه محمد تنها سره مرکه کړې.
ښاغلي تنها وويل د سټيفن هاوکينگ ځانگړنه په دی کې وه چې فزيک يی د ده د کار له پيل څخه تر اوسه په ساده ژبه خلکو ته بيان کړ اوستر ارمان يی دا و چې خلک په فزيک او فزيک په عامو خلکو وپيژني چې تر ډيره په خپل هدف کې کامياب هم و.
محمد تنها د سټيفن هاوکينګ په هکله امريکا غږ سره تفصیلي غږيدلې ، مرکه يی دلته اوريدلائ شئ: