د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ نړیوال قهرمان ته ماتې ورکړه


نن د افغانستان د کرکټ ملي ټیم زمبابوې کې د ویسټ انډیز سره د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په دویم پړاو سپر سکس کې په دریو وکټو ماتې ورکړه

افغانستان اول توپ اچونه وکړه او د ویسټ انډیز ټیم ونشو کړی چې په اسانۍ د افغان بالرانو نه منډې واخلي .په ځانگړې توگه ځوان مجیب ځدران ،محمد نبي او شرف الدین اشرف د ویسټ انډیز د منډو مخه ونیوله. مجیب ځدران د ویسټ انډیز درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوزول. ویسټ انډیز په پنځوس اورونو کې ١٩٧ منډې وکړې شوې.

افغانستان په ځواب کې دغه منډې د اوو وکټو په تاوان دغه هدف په اته څلویښتم اوور کې پوره کړ. د افغانستان لخوا رحمت شاه غوره لوبه وکړه او اته شپته منډې ېې وکړي .محمد نبي او سمیع الله شینواري هم غوره لوبه وکړه او د ټیم په بري کې ېې خپله برخه واخیسته.

د یو شمیر ماتو نه پس افغانستان بیرته خپله طبعي کرکټ پیل کړی
د یو شمیر ماتو نه پس افغانستان بیرته خپله طبعي کرکټ پیل کړی

د افغانستان د دې بري سره د کرکټ نړیوال جام ته رسیدو کې یو گام مخکې لاړل او د شپږو غوروه ټیمونو په جدول کې ېې دوه پوانیټه واخیستل او یو گام مخکې لاړل .افغانستان باید ایرلینډ او عربي اماراتو سره کیدونکې لوبې هم وگټي .ترڅو د مخکې تگ چانس ورته نور هم قوي شی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG