د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې وړاندیز ته د طالبانو چوپتیا، پاکستان او امریکا هیله من کړي دي


طالبانو په پرله پسې توګه د امریکاسره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې خو د افغان حکومت سره يي ردې کړي دي.
طالبانو په پرله پسې توګه د امریکاسره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې خو د افغان حکومت سره يي ردې کړي دي.

د افغانستان د دولت لخوا د سولې پخواني وړاندیزونه به ډير ردیدل، خو د افغانستان د حکومت لخوا د سولې او پخلاینی وروستي وړاندیز په مقابل کې د طالبانو چوپتیا په اسلام اباد او واشنګټن کې داسی هیلې پیدا کړي که د یاغیانو دا ډوله د سولې پروسه کې ګډون وکړي.

د پاکستان د اردو یو جګپوړي مقام چې ددی موضوع په اړه يي معلومات لرل، په اسلام اباد کې د امریکاغږ د خبریال ایازګل په شمول یو شمیر خبریالانو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د طالبانو د وروستي استول شوي لیک نه ښکاري چې د امریکا سره د مخامخ خبرو علاقه لري. دغه پاکستاني مقام وویل پاکستاني ملکي او امنیتي ادارې چې د استخباراتو ریاست یا آی.اس.آی هم پکې شامل دی، د طالبانو د استازو سره په تماس کې دي او خبرې ورسره کوي.

د کابل په کنفرانس کې د اندونیزیا د ولسمشر په ګډون ۲۳ نورو بهرنیو مشرانو هم ګډون کړې و
د کابل په کنفرانس کې د اندونیزیا د ولسمشر په ګډون ۲۳ نورو بهرنیو مشرانو هم ګډون کړې و

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو د تحریک ویاند معرفي کوي، د امریکا غږ پوښتنو ته په ځواب کې ویلي چې د جمهور رئیس غني وروستی پیشنهاد ورسره ندی شریک شوی نو نشي کولی چي پدې اړه تبصره وکړي.

بلخوا د اندونیزیا مرکز جاکارتا به سبا د جمعې په ورځ (مارچ۱۶) د افغانستان د جګړې په ارتباط د مذهبي علماؤ د یو کنفرانس کوربه توب وکړي. د افغانستان د سولې د عالي شورا معاون حاجي عزیزالله دین محمد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي پدې هیله دي چې پدې کنفرانس کې له پاکستاني علماؤ سره داسې یو تفاهم ته ورسېږي چې په سیمه او افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او د سولې د راتګ لپاره ګټه واخیستل شي. د افغانستان دولت د سولې دا نوی پیشنهاد د طالبانو دپاره یو ښه فرصت ګڼي، خو دا خبردارې هم ورکوي چې که څوک جګړه غواړي نو افغان امنیتي ځواکونه به يي وځپي.

د جاکارتاګلوب په نوم یوې اندونیزیايي ورځپاڼې د مارچ په شپږمه خبر ورکړ چې د پاکستان او افغانستان یو شمیر دیني عالمان به د لویدیځ جاوا، بوګان ښارګوټي ته ورشي او د اندونیزیا د حکومت لخوا د مارچ میاشتې په دریمه اونۍ کې د افغانستان د سلیزو اوږدې جګړې دپاره به په حل لاروچارو غور وکړي. یادې ورځپاڼې د اندونیزیا د جمهور رئیس د معاون یوسف کاله په قول لیکلي چې هیله لري که پدې کنفرانس کې د حکومتونو په توافق یوه داسی "فتواه" صادره شي چې افغانستان کې د سولې سبب شي. د راپورونو پراساس دا کنفرانس به د مارچ د پنځلسمې نه تر نونلسمه پورې دوام وکړي.

د راپورونو پر اساس طالبان په څو ډلو ویشل شوي دي.
د راپورونو پر اساس طالبان په څو ډلو ویشل شوي دي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جگړه کې د امریکا د پوځي ځواکونو پر بریالیتوب ټینگار کړې او د سه شنبې په ماښام يي د کالیفورنیا ایالت د سان دیاگو ښار په یوه پوځي اډه کې وویل چې د امریکا پوځي قوماندانانو ته یې لازم صلاحیت ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د خپل ټول پوځي قدرت نه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG