د لاس رسي وړ اتصالات

اصغرستانکزی بیرته ټیم ته راستون شو


د کرکټ نړیوالې شورا په خپل خپرپاڼه کې لیکلي چې دوي د افغانستان په کرکټ ملي ټیم کې یو نوی تغیر منلی دی او اصغر ستانکزی د افسر ځاځي په ځای د کرکټ د نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د ټیم سره مل شویدی.

ای سي سي زیاتوي چې اصغر ستانکزی چې د مارچ د څلورمې نه پیل شوو د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو ابتدايي لوبو کې نه و او د هغه په ځای افسر ځاځی متبادل لوبغاړی اخیستل شوی و. خو افسر ځاځی تیره ورځ په د تمرین په وخت ټپي شویدی او د افغانستان کرکټ ملي ټیم د ای سي سي نه د متبادل لوبغاړي په توگه د اصغر ستانکزي د متلو غوښتنه کړې چې منل شویده.

د اصغر ستانکزي په غیر حاضرۍ کې راشد خان د کرکټ د ملي ټیم کپتان ټاکل شو و،اوس دا نه ده معلومه چې اصغر ستانکزی سبا د متحده عربي سره سیالۍ کې لوبیږي او که نه او که لوبیږي دکپتان په توگه به وی که د لوبغاړي؟

افغانستان دا وخت د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې دوه نورې سیالۍ د عربي اماراتو او ایرلینډ سره لري چې باید ېې وگټي ،ترڅو ٢٠١٩ نړیوال جام کې دلوبیدو چانس پیدا ومومي.خو دې دپاره لازمه ده چې ویسټ انډیز سکاټ لینډ او عربي اماراتو زمبابوې ته ماتې ورکړي.

XS
SM
MD
LG