د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې یوسفزۍ د پاکستان د صدراعظم سره وکتل


 ملاله به سوات ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره یو ځای سفر وکړي.
ملاله به سوات ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره یو ځای سفر وکړي.

د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ نن د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي سره وکتل.

ملالې ته د صدراعظم شاهد خاقان عباسي لخوا د صدارت په ماڼۍ کې د هغې په درناوي غونډه جوړه شوې وه چې د صدر اعظم له خوا ورته تود هر کلې وويل شو.

ملالې غونډې ته په خبرو کې وویل:

" ډېره خوشحاله يم تراوسه باورمې نه کيږی چې زه پاکستان ته راغلې يم ، په تيرو پينځه ؤ کلونو کې مې تل دا خوب ليده چې یوه ورځ په خپلې خاورې کې قدم کېږدم ".

ملالې غونډې ته په خبروکې پاکستان ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او د صدراعظم او نورو نه يې مننه وکړه.

ملالې په خبرو کې له ډيرې خوښۍ چې پاکستان ته بيرته راستنه شوې له سترگو اوښکې تو ې شوې او په ژړا يي وويل کله چې نورو هيوادونو ته په سفر تلله نو دغه خيال يي په ذهن کې و چې په پاکستان ، اسلام اباد کې ګرځي.

هغې وويل "په ۱۹۹۹م کې زېږېدلې يم، اوس د ۲۰ کالو يم خو په ژوند کې مې ډېر څه وليدل."

هغې په سوات کې د ترهګرۍ يادونه وکړه چې څنګه دغه ښايسته سيمه د بدامنۍ ښکار شوه، بيا په هغې بريد وشو او ملک پريښودو ته مجبوره شوه.

غونډې ته په وېنا کې صدراعظم شاهد خاقان عباسي ملالې ته په خطاب کې وويل، "مونږ تاته هر کلی وايو او خپل وطن ته دی راتگ او ستا ساتنه زمونږ زمه واري ده ".

د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ چې نژدې شپږ کاله وروسته پاکستان ته رسیدلې، ويل کيږی چې هغه به خپلې پلارنۍ سيمې سوات ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره یو ځای سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG