د لاس رسي وړ اتصالات

د عدلیې وزارت : د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنيوي قانون توشيح شو


د عدلیې وزارت وایي په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون جوړ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د یاد وزارت ویاند امان ریاضت وایي دغه قانون د ښځو او ماشومانو څخه د نا مشروع اړيکو او غوښتنو همدا رنگه لفظي ځورولو په صورت کې تطبیق کیږي.

امان ریاضت د پنجشبنه په ورځ خبریالانو ته د معلومات ورکولو پر مهال وویل:

عدليي وزارت وايي د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع کمیسیون به په هر ولايت کې جوړ شي.
عدليي وزارت وايي د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع کمیسیون به په هر ولايت کې جوړ شي.

"د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون پر اساس یو کمیسیون جوړیږي چې په دې اړه د تخلفاتو مخه ونیسي دا کمیسیون به د کار او ټولنیزو چارو وزیر او یو شمیر نورو مربوطه ادارو له خوا جوړ شي".

عدليي وزارت وايي د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع کمیسیون به په هر ولايت او ولسواليو کې جوړ شي.

عدلیه وزارت وایي په دې سره به په ادارتو کې د ښځو د ځورولو مخه ونیول شي.

بل خوا حقوق پوهان په دې باور دي چې دغه قانون به د ښځو او ماشومانو د ځورونې په منع کې مهم ګام وي.

حقوق پوه کبیر رنجبر امریکا غږ اشنا ته په دې اړه وویل"د دغه قانون تصویب یو ډار ایجادوي د هغو کسانو لپاره چې ښځې او ماشومان ځوروي او دا ډیر یو مهم قانون دی"

ښاغلي رنجبر همدارنګه وویل چې د قانون له تصویب سره سم باید د قانون جزایي برخه د جزا په کوډ کې شامله شي.

د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د ځورونې د منع قانون په داسې حال کې تصویب شو چې لا هم د افغانستان په ګڼو سیمو کې ښځې او ماشومان له جنیسي او لفظي ځورونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG