د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ضد نوی کمپاین پیل شوی


ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول
ماشومانو ته د گوزڼ ضد واکسین کول

په ختیځ ولایتونو کې لا هم دېرش زره ماشومان له واکسینو محروم پاتې کېږي چې ولسي خلکو او روغتیا پالو ته د اندېښنې وړ مسله ده.

ټاکل شوې ده چې دوشنبې ورځ به په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شي یوازې ختیځ زون کې به تر یو ملیون ماشومان د پولیو څاڅکي تر لاسه کړي.

د ختیځ زون په کچه د پولیو کمپاین سبا دوشنبه پیلېږي چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې به تر یو ملیون ډېرو ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین وشي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي یوازې ننګرهار کې به څه د پاسه اوه نیم سوه زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي.

هغه وايي ختیځ زون کې تر دېرش زره ماشومان له واکسینو پاتې کېږي چې یوازې اتلس زره یې یواځې کونړ کې دي.

ولسي خلک او روغتیا پال پر کورنیو غږ کوي چې د کمپاین په دا پنځه ورځو کې دې هره کورنۍ خپل کوچنیان واکسین کړي چې دایمي فلجه نجات پیدا کړي.

سږنی میلادي کال په افغانستان کې د پولیو اوه پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې دوه په کونړ او یوه په ننګرهار کې ده.

XS
SM
MD
LG