د لاس رسي وړ اتصالات

هندوانو د ګرونانک ۳۲۰ کلیزه ولمانځله


.
.

ننګرهار کې مېشت اهل هنود خپله کلنۍ خوښي او اختر داسې مهال نمانځي چې په وطن کې ددغه ټبر شمېره ورځ تر بلې کمېدونکې ده او وايي نا امنۍ او زورواکي یې ارام ژوند کولو ته نه پرېږدي.

ددوی د عقېدې له مخې ۳۲۰ کاله پخوا یې یو مذهبي مشر بابا ګرو نانک د ننګرهار سره رود په سلطان پور سیمه کې دمه کړې او د امسا وهلو په برکت یې دغلته یوه لویه چینه جاري شوې چې اوس هر کال مېشت اهل هنود دغلته ورځي، خپل مذهبي کتاب ګرنګ لولي ترانې وايي او موسیقي غږوي.

دوی دا عقیده هم لري چې د سرخرود د سلطانپور په چینو لامبل یې ګناهونه رژوي.

د ننګرهار د مرکزي درمسال ویاند ډاکټر ارمیت سنګ خوږیاڼیوال وايي پخوا کلونو کې به یې دغه مراسم اوه ورځې وو، خو اوس یوه ورځ سرخرود ته ورځي او دوه نورې ورځې په درمسال کې نمانځي.

هغه وايي اوس یې په ننګرهار کې ایله اویا کورنۍ پاتې دي او په دوی هم د ژوند کړۍ راتنګه شوې، ځکه ځمکې یې غصب شوي او لازمې تعلیمي اسانتیاوې نه لري.

ددوی دغه کلنۍ مېلې ته خپلې ښځې، کوچنیان او مسلمانان ملګري او چارواکو هم وربلي، د سرخرود په چینو کې له مذهبي مراسمو وروسته د ډنډو جنګولو لوبه کوي چې د ډول ډنګ ته ناڅي او خپلې خوښۍ کوي.

XS
SM
MD
LG