د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ :لوبغاړي دې یوه میاشت کې کورونه افغانستان ته راوړي


د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان نه بهر میشتو ټولو لوبغاړو او مامورینو ته د یوې میاشتې وخت ورکړی چې خپل کورونه دې افغانستان ته رانقل کړي او که داسې ونکړي نو د ټاکلې پالیسۍ په اساس په ورسره چلند وشي.

دې نه وړاندې هم د کرکټ بورډ لخوا افغان لوبغاړو ته ویل شوي وو چې پاکستان نه خپل کورونه افغانستان ته راوړي خو د دغې وینا نه پس هم د یو شمیر لوبغاړو کورنو پاکستان کې دي.

د کرکټ بورډ لخوا لوبغاړو ته دا وینا پس له هغې بیا تکراریږي چې د کرکټ د ملي ټیم غړی محمد شهزاد چې کور ېې پیښور کې دی او څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ په وینا بې اجازې پیښور ته تللی و او هلته ېې د یو محلي کلب لخوا لوبه کې ېې برخه اخیستې وه. د محمد شهزاد دې عمل ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرگونونه را وپارول او غوښتنه وشوه چې په نوموړي سخت بندیزونه ولگي. خو کرکټ بورډ شهزاد ته دریو لکو افغانیانو د جریمې ورکولو فیصله اورولې او نورو لوبغاړو سره ېې هغه ته هم ویلي چې خپل کور افغانستان ته ته رانقل کړي.

شهزاد د پیښور په کلب کرکټ کې بې اجازې د لوبیدو له کبله درې لکه افغانۍ جریمه شوی
شهزاد د پیښور په کلب کرکټ کې بې اجازې د لوبیدو له کبله درې لکه افغانۍ جریمه شوی

د افغانستان د کرکټ بورډ د ډیسپلن د کمیټې د وینا په اساس شهزاد د کرېکټ بورډ قوانینو خلاف عمل کړې کمیټه ورته د درې لکه افغانیو جریمه اوروي

دې کمېټې خبرداری ور کړ چې که شهزاد بیا داسې سرغړونه بیا وکړي، نو سخت چلند سره مخ شي.

کرکټ بورډ په وینا هر لوبغاړی چې بورډ سره تړون ولري هغه بې اجازې بل ځای لوبه نشي کولی.

XS
SM
MD
LG